لیګونه

ار سي بي لوبډله اګسټ میاشت کې اماراتو ته ځي

د رایل چلېنجرز بنګلور لوبډله به د روانې میاشتې په وروستۍ اونۍ مې متحده عربي اماراتو پر لور سفر پیل کړي ، او په یاد هېواد کې به خپل تمریناتې کمپ پر لاره واچوې. 

دا په داسې حال کې ده چې بي سي سي ای د یوې اعلامیې په خپورلو سره ویلي وه، چې هېڅ کومه لوبډله نه شي کولی د اګسټ میاشتې پایته رسېدو څخه وړاندې متحده عربي اماراتو ته سفر وکړي. له ار سي بي لوبډلې سربیره نورو لوبډلو هم متحده عربي اماراتو ته د تللو لپاره چمتووالی پیل کړی دی.

د یادونې وړ ده چې د رایل چېلنجرز لوبډلې چیرمین یا مشر سنجیو چوریواله ویلي دي، چې لوبډله به یې د اګسټ میاشتې په وروستیو کې متحده عربي اماراتو پر لوري سفر پیل کړي. او کرونا پر وړاندې به ټولې اړوندې لارښوونې په پام کې ونیسې. 

د چوریواله پر وینا چې د بنګلور لوبډلې لوبغاړي به متحده عربي اماراتو ته له تلو وړاندې خپل معاینات ترسره کړي ، او له معایناتو ترسره کېدو وروسته به د روانېدو اجازه ترلاسه کړي.

هند سوداګرېز لیګ به د اتو لوبډلو په ګډون په سیپټمبر میاشت کې پیل شي او تر نومبر میاشتې پورې به دوام ومومي.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې