دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

سټوکس د انګلیستان خلاف دوو ټېسټ لوبو کې نه لوبېږي

د انګلینډ کریکټ ملي لوبډلې الراونډر یا ټول چارې لوبغاړی سټوکس به د پاکستان پر وړاندې پاتې دوه ټېسټ لوبو کې ونه لوبېږي. سټوکس له لومړۍ ټېسټ لوبې څخه له پایته رسېدو وروسته وویل چې هغه به د پاکستان خلاف پاتې سیالیو کې ونه لوبېږي.

د راپورنو له مخې چې هغه د کورنۍ ستونزو له کبله د پاکستان پر وړاندې پاتې ټېسټ لوبو کې نه لوبېږي. او په نیوزیلینډ کې به له خپلې کورنۍ سره پاتې شې.

سټوکس به د دې اونۍ په پای کې نیوزیلینډ ته سفر وکړي او هلته به له خپلې کورنۍ او غړو سره یو ځای شي. د راپورنو له مخې چې د سټوکس پلار په نیوزیلینډ هېواد کې دی او ناروغ دی.

پلار یې له دسمبر میاشت راهیسې د خپلې ور پیښې ناروغۍ له امله کړېږي او د ناروغۍ پر بستر باندې پروت دی. سټوکس د انګلیستان کریکټ ملي لوبډلې کلیدي لوبغاړی دی چې نشتون به یې پر لوبډلې باندې اغېز وکړي.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې