نړیوال کریکټ

انګلینډ په لومړۍ ټېسټ لوبه کې پاکستان لوبډله په ګونډو کړه

د پاکستان او انګلیستان کریکټ لوبډلو ترمنځ لومړۍ ټېسټ لوبه د انګریزې لوبغاړو په بریا سره پایته ورسېده. انګلیستاني لوبغاړو پاکستانۍ لوبډلې ته په ۳ ویکیټو ستره ماته ورکړه. 

د لوبې په پیل کې د لوبې پچه پاکستان کریکټ ملي لوبډلې وګټله، او خپله یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه. پاکستان کریکټ ملي لوبډلې په لومړۍ پاڼۍ کې ۳۲۶ منډي د ۱۰ لوبغاړو په سوځېدو سره جوړې کړې.

چې د توپ وهنې په برخه کې شان مسعود (۱۵۶)، بابر اعظم (۶۹) او شاداب خان (۴۹) منډي جوړې کړې. د پاکستان کریکټ ملي لوبډلې لپاره توپ وهنې په برخه کې لومړۍ پاڼۍ کې همدې ۳ لوبغاړو ښه کارګردګې وکړه.

د انګلیستان له لوري توپ اچونه کې بورډ او ارچر ۳-۳، جمېز انډرسن او بیسز ۱-۱ لوبغاړی له مخې پورته کړ. او د پاکستانیو کریکټ لوبډلې پر وړاندې یې غوره توپ اچونه ترسره کړه.

په ځوابي توپ وهنه کې د انګلیستان کریکټ ملي لوبډلې د ۳۲۶ منډو هدف په تعقیب کې ۲۱۹ منډي جوړې کړې. او په ۷۰،۳ اورنو کې یې ټول لوبغاړي وسوځېدل. د انګلیستان لپاره توپ وهنه کې پوپ سترې ۶۲ او بټلر ۳۸ منډي وکړې. په دویمه پاڼۍ کې پاکستانۍ لوبډلې یو ځل بیا توپ وهنه پیل کړه او د ۱۰ لوبغاړو په سوځېدو سره یې ۱۶۹ منډي وکړې. پاکستان لپاره توپ وهنه کې اسد شفیق ۲۹ سترې او محمد رضوان ۲۷ منډي جوړې کړې.

انګلیستانۍ لوبډلې دویمه پاڼۍ پیل کړه او په ډیرې اسانۍ سره یې د پاکستان کریکټ ملي لوبډلې هدف بشپړ کړ. انګلیستان کریکټ ملي لوبډلې ۲۷۷ منډي وکړې. انګلیستان لپاره توپ وهنه کې جي روټ ۴۲ او بټلر سترې ۷۵ همدغه راز ترڅنګ یې ووکس ۸۴ سترې منډې جوړې کړې.

پاکستانۍ لوبډلې له لوري توپ اچونه کې نسیم شاه غوره توپ اچونه ترسره کړه او ۴ انګریزې لوبغاړي یې له مخې پورته کړل.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې