دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

اظهر علي د جوز بټلر او کریس ووکس د ملګرتیا ستاینه وکړه

د انګلستان او پاکستان ترمنځ د درې ټیسټ لوبو له لړۍ څخه لومړۍ لوبه ترسره شوه، چې پکې پاکستان د کوربه لوبډلې څخه سخته ماته وخوړله.

د ماتې وروسته د پاکستان د ټیسټ لوبډلمشر اظهر علي د رسنیو سره په خبرو کې وویل،، پيل کې زمونږ لوبډله ډېره ښه روانه وه او په لومړي اننګز کې مو زیاتې منډې ترلاسه کړي، په دوهمه پاڼۍ کې بیا زمونږ لوبغاړي ترډېره په ویکټ ونه دریدل، مونږ انګلستان ته د ۲۷۷ منډو هدف په مخ کې کېښود، په پيل کې د انګلستاني توپ وهونکو خپه وښویده خو د جوز بټلر، او کریس ووکس، د بهترینه ملګرتیا پر مټ انګلستان کرکټ ملي لوبډلې وشو کولای چې زمونږ څخه لومړۍ ټیسټ لوبه وګټې،کریس ووکس په لوبه کې داسي اننګز ترسره کړ چې مونږ یې حیران کړو، نوموړي د خپل هیواد لپاره بریا یقیني کړه هغه داسي اننګز نندارې ته وړاندې کړ لکه څنګه چې په ایشیز سیالیو کې یې بین سټوکز د انګلستان لپاره ترسره کوي،،

انګلستان کرکټ ملي لوبډلې وشو کولای چې ۲۰ کاله وروسته په ټيسټ کرکټ کې زیات هدف تعقیب کړي.

دواړه لوبډلې به دوهمه ټیسټ لوبه د روانې میاشتې په ۱۳ نېټه ترسره کړي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې