دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

شکیب الحسن به ډېر ژر له یو کلن ځنډ وروسته روزنيز کمپ پیل کړې

د بنګله دېش کریکټ ملي لوبډلې الراونډر لوبغاړی چې له یو کلن بندېز سره مخ شوی وه، او له یو کال راهیسې یې هېڅ نړیواله لوبه ترسره نه کړه نو پر همدې اساس اوس نوموړی به له یو کلن ځنډ وروسته ډېر ژر تمریناتې کمپ کې ګډون وکړې.

د کرېکنفو وېبپاڼې راپور ورکړی دی، چې بنګله دېشی الراونډر شکیب الحسن به ډېر ژر له بنګله دېش کریکټ ملي لوبډلې سره یو ځای شې. 

نوموړی به په بي کي ایس پي روزنیز ځای کې خپل تمرینات پیل کړې. د شکیب الحسن روزونکي خبر ورکړی دی، چې هغه به په سيپټمبر میاشت کې له تمریناتې کمپ وروسته ملي لوبډلې سره یو ځای شي.

د نوموړي روزونکي د شکیب پر راتلو خوښي ښودلې ده. شکیب الحسن به په دې تمریناتې کمپ کې پر خپل فټنس، توپ وهنه او توپ اچونه باندې خورا زیات کار ترسره کړي.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې