نړیوال کریکټ

احسان ماني: مونږ به یا پاکستان کې لوبېږو او یا به نه لوبېږو

د پاکستان کریکټ بورډ عمومي مشر احسان ماني په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي دي، چې دوی به یا پاکستان هېواد کې ولوبېږي او یا به هېڅ ونه لوبېږي. هغه دغه خبرې انګلیستان کریکټ بورډ ته په اشارې سره وکړې. 

نوموړی وایي، که چیرې د انګلیستان کریکټ بورډ پاکستان ته په راتلونکې کې سفر ونه کړي نو دوی به هېڅ کوم بل ځای کې سیالۍ ترسره نه کړي. ټاکل شوې ده چې د انکلیستان او پاکستان کریکټ لوبډلو ترمنځ به په ۲۰۲۲ م کال کې ۳ ټېسټ او ۵ یو ورځنۍ لوبې ترسره شې، چې دا ټولې لوبې به د پاکستان په کوربتوب ترسره شې.

د یادولو وړ ده چې له شاو خوا لس کلن ځنډ وروسته یو ځل بیا پاکستان ته نړیوال کریکټ راستون شو. نړیوال کریکټ پر داسې مهال پاکستان هېواد ته راستون شو چې پاکستان کریکټ بورډ د سریلانکا کریکټ ملي لوبډلې کوربتوب وکړ او په خپلو کې یې ټېسټ لوبو لړۍ ترسره کړه. چې پدې سره نړیوال کریکټ له لس کلن ځنډ وروسته د سریلانکا کریکټ ملي لوبډلې پر لوبې پیل شو. نړیوال کریکټ په پاکستان کې وروسته له هغې بند شوی وه چې په ۲۰۰۹ م کال کې پر سریلانکایي لوبغاړو باندې ترهګرېز برید ترسره شوی وه چې په پایله کې یې ګڼو سریلانکایي لوبغاړو ته زیان اوښتو وه او ګڼ لوبغاړي ټپیان شوې وه، چې وروسته بیا پاکستان هېواد کې پر نړیوالو لوبو بندېز ولګول شو.

احسان ماني بي بي سي سپورټ ته داسې وویل: ((زه فکر نه کوم چې د انګلینډ کریکټ ټیم لپاره به کوم دلیل وي، مونږ به په نورو هېوادونو کې ونه لوبېږو پرته له پاکستان څخه دا لوبې به یا پاکستان کې ترسره کېږي او یا به نه ترسره کېږي.))

احسان ماني: پاکستان خوندي هېواد دی

د ماني پر وینا چې پاکستان یو خوندي هېواد دی، ځکه مونږ تېر کال د سریلانکا او وېسټ انډېز لوبډلو کوربتوب چارې په بریالیتوب سره ترسره کړې. نوموړی وایي کومې لوبډلې چې پاکستان ته د سیالیو راتللو لپاره راځې د هغوی له راتګ وړاندې مونږ دلته په بشپړه توګه امنیتې تدابیر په پام کې نیسو.

په ورته حال د پاکستان کریکټ ملي لوبډلې د ۲۰۲۰ م کال سفر انګلینډ ته شوی دی او دا مهال د پاکستان او انګلینډ کریکټ لوبډلو ترمنځ په اولډ تريفورډ کې ټېسټ لوبه دوام لري، چې پاکستان د دریمې ورځې په پایته رسېدو سره په دویمه پاڼۍ کې د ۴۴ اورنو په ترسره کېدو سره د ۸ لوبغاړو په سوځېدو ۱۳۷ منډي جوړې کړې دي. او نن به یې څلورمه ورځ پیل شې.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې