لیګونه

نېس واډیا: که چیرې د کرونا یوه قضیه ثبت شوه، نو آی پي ایل به تباه شي

د کېنګز الېون پنجاب لوبډلې شریک مالک نېس واډیا په خپلو وروستیو څرګندونو کې ویلي دي، د آی پي ایل چارواکي د دې پر ځای چې د هند سوداګرېز لیک سرلیک سپانسر باندې تمرکز وکړې د دې پر ځای باید د کرونا ناروغۍ پر مخنیوي باندې تمرکز وکړې.

که چیرې د کرونا یوه مثبته پیښه ثبت شوه، نو آی پي ایل به له ستر ګواښ سره مخ شي. او له خاورو سره به خاورې شې. نېس واډیا وایي، د آی پي ایل چاوراکي باید خورا پام وکړي که د لوبې په جریان کې یوه پیښه هم ثبت شوه نو دا چاره به ای پي ایل لیګ تباه کړي او ترسره کېدل به یې له خاورو سره خاورې کړې.

د یادولو وړ ده چې د هند حکومت او په ځانګړې توګه د د هند کریکټ کنټرول کمیټه (بي سي سي ای) له چینایي شرکت (ویویو) کوم چې اوس مهال د آی پي ایل لیګ د سر لیک سپانسر دی اړیکې یې ورسره خورا ترینګلې شوې دي او یو شمېر راپورنه وایي وایي، چې ښایې له دې شرکت سره خپل قراداد لغوه کړي. او پر ځای به یې کوم بل هندي شرکت د سپانسر حقوق ترلاسه کړي.

واډیا د چهارشنبې په ورځ د مالیکنو په غونډه کې پي ټي ای ته وویل: ((ډیری بې بنسټه ادغاوې شتون لري. زه فکر کوم دا ټول ناسم دي. یواځینی څيز چې مونږ د لوبډلو مالیکن پرې پوهېږو، هغه دا دي چې آی پي ایل ترسره کېږي. مونږ د لوبغاړو خوندیتوب او ګڼو نورو ښکیلتیا په اړه انديښمن یو. که چیرې یوه ـ یوه قضیه هم ثبت شوه د لوبو په جریان کې نو آی پي ایل به برباد شي.))

هغه وایي، دا وخت سم نه دی چې بي سي سي ای خپل قرارداد له چینایي شرکت وویو سره فسخه کړې؛ ځکه مونږ غواړو چې آی پي ایل په بریالیتوب سره ترسره کړو.

آی پي ایل به سږکال د متحده عربي اماراتو په کوربتوب د سیپټمبر میاشتې له ۱۹ مې نیټې څخه پیل او نومبر میاشتې ۱۰ مې نیټې پورې به دوام وکړي.

تېر کال د دې ستر لیګ اتلولۍ جام ممبۍ انډیانز لوبډلې پورته کړی وه، او سږ کال به له خپلې اتلولۍ څخه دفاع کوي.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې