دلوبغاړو په اړهلیګونه

د آی پي ایل ۲۰۲۰ لپاره ډوني هم خپل تمرینات پیل کړل

د هند پخوانی کیپتان او سټار کریکټر لوبغاړی مهیندرا سېنګ ډوني به یو ځل بیا ډېر ژر د سیالیو پر مهال په لوبغالي یا ميدان کې ولېدل شي. ډوني د ۲۰۱۹ نړیوال جام نیمه پایلوبې را پدیخوا بیا د کریکټ په لوبغالي کې د سیالیو په جریان کې نه دی لېدل شوی. 

دا چې ډوني له یو کال راهیسې د کریکټ سیالیو په جریان کې نه وه لېدل شوی، اوس یو ځل بیا د ۲۰۲۰ م کال هند سوداګرېز لیګ سیالیو ته د چمتووالې په موخه د تمریناتو پر مهال لېدل شوی دی. له ډوني سربیره نورو لوبغاړو هم د یاد لیګ چمتووالې ته خبر ورکړی دی.

ډوني د آی پي ایل اړوند چینای سوپر کېنګز لوبډلې ویاړلی لوبډلمشر دی. او د نوموړي د لوبډلمشرۍ پر بنسټ یې یو لړ لوبې او اتلولۍ ویاړونه ترلاسه کړې دي. د راپورنو پر بنسټ چې ډوني په رانچي کې د بېټېنګ تمریناتو پر مهال لېدل شوی دی. 

د چینای لوبډلې برخوال لوبغاړي سرېش رېنا څو ورځې وړاندې ویلي وه، چې ډوني خپل تمرینات پیل کړې دي ا خورا سخت تمرینات ترسره کوي ډوني تمه لري چې سږ کال د پام وړ فعالیت ترسره کړي.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې