نړیوال کریکټ

د آی سي سي شل اورېز نړیوال جام به راتلونکې کال کې په هند کې ترسره شي

د کریکټ نړیوالې کمیټې چې د جمعې په ورځ یې یوه ځانګړې غونډه د ټیلفون له لارې نیولې وه، د دې غونډې په ترڅ کې یې د راتلونکې ۲۰۲۱ نړیوال په تړاو وروستۍ پرېکړه اعلان کړه، د کریکټ نړیوالې شورا له لوري په اعلان شوې پرېکړه کې راغلي دي چې د ۲۰۲۱ م کال شل اورېزه نړیوال جام به په هند هېواد کې د یاد هېواد په کوربتوب ترسره شې.

د دې سربیره د یادې غونډې پر مهال پرېکړه وشوه، چې د ۲۰۲۲ م کال شل اورېز نړیوال جام به د اسټرالیا هېواد په کوربتوب ترسره شې. پداسې حال کې چې ټاکل شوې وه سږ کال د نارینو نړیوال جام د اسټرالیا هېواد په کوربتوب ترسره شوی وای خو د کووېډ ـ ۱۹ ناروغۍ له امله بل کال ته وځنډول شو چې بل کال به د هند په کوربتوب ترسره شې.

همدغه راز د دې ترڅنګ د ۲۰۲۳ پنځوس اورېز نړیوال جام کوربتوب چارې هم هند کریکټ ملي لوبډلې ته ورسپارل شوې؛ او د ۲۰۲۳ پنځوس اورېز جام کوربتږب به پر غاړه ولري.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې