لیګونه

دغه وېسټ انډېزي الراونډر سږ کال کرابین پريمیر لیګ له لاسه ورکړ

د وېسټ انډېز کریکټ ملي لوبډلې الراونډر لوبغاړي فابیان الن د جامېکا څخه بارباډوس نومي سیمې ته د الوتنې له لاسه ورکولو له امله د کارابین پریمیر لیګ راتلونکی پړاوو له لاسه ورکړ. 

د مشهورې ورزشي وېبپاڼې (ې اېس فېن کرېکنفو) د راپور پر بنسټ چې وېسټ انډېزي الراونډر لوبغاړي فابیان الن باید د اګسټ په درېمه نېټه له جامېکا څخه بارباډوس ته داخلي الوتنه کړې وه، خو نوموړي ځنډ وکړ او هوایي ډګر ته د رسېدو پر مهال ترې الوتنه تللې وه. چې له امله به یې الراونډر فابیان الن سږ کال د سي پي ایل سیالیو کې ګډون ونشي کړای.

دا چې ټاکل شوې سږ کال د وېسټ انډېز کورنی تجارتې لیګ به په ټرینیډاډ او ټوباګو کې ترسره شي؛ نو دلته به یواځې لوبغاړي د چارټر الوتکې په مرسته راستنه شې چې له بدمرغه دغه الوتنه الن له لاسه ورکړې ده او اوس یې ګډون کول ناممکن شوي دي. 

د ۲۰۲۰ م کال کې کرابین پریمیر لیګ به د اګسټ په ۱۸ مه نیټه پیل شې او پایلوبه به یې د سیپټمبر میاشتې په ۲۰ مه نیټه د دوه مخکښو لوبډلو ترمنځ ترسره شې.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې