افغانستان کریکټولایتي سیالۍ

راتلونکې اونۍ کې د چلینج کپ لومړۍ درجه ولایتې سیالۍ پیلیږي

د افغانستان کریکټ بورډ د یو خپور شوي خبر پر بنسټ ویلي دي، چې په راتلونکې اونۍ کې به د چلینج کپ لومړۍ درجه ولایتې لوبې د خوست په دوه بیلابیلو ځایونو (لوبغالو) کې ترسره شې.

دا لوبې به د ۸ لوبډلو په ګډون د اګسټ میاشتې پر ۱۳ مه نیټه پیل شي، او د همدې میاشتې پر ۲۲ مه نیټه به پایته ورسېږي.

د معلوماتو له مخې چې دا لوبې به د خوست په ولایتې کریکټ لوبغالي او د مس عینک په نوم شخصي کریکټ لوبغالي کې پیل شي. چې د اتو لوبډلو په ګډون به شاو خوا لس ورځې دوام ومومي.

دلته لاندې د اتو واړو لوبډلو نوملړونه شامل دي:

بلخ لوبډله: 

اسدالله متاني (لوبډلمشر)، ظفرخان، احسان مندوزی، کامل، عبدالمالک، فرهان زاخېل، محمد ابراهیم ) ویکټ ساتونکی (، جمشېد، عبدالستار، عظیم خان، محمد حسن، سلیمان عربزی، محمد حلیم، عبدالرزاق او وسیم مندوزی) شامل دي. ترڅنګ یې خیرمحمد، احمدالله او سمیع سالارزی په احتیاطي لوبغاړو کې شامل دي.

فاریاب لوبډله: 

مرادعلي (لوبډلمشر او ویکټ ساتونکی)، هدایت الله، زاهد زاخېل، جمعه ګل، سلیم ساپی، فضل حق، ابراهیم ساپی، اعجازاحمد، ظهیب، عبدالهادي، عبدالباسط، خیرالله، عیدمحمد، رستم او حیات الله) شامل دي چې سربېره پر دې نعمت، بلال او عزت د یاد ولایت په احتیاطي لوبغاړو کې شامل دي.

هلمند لوبډله:

شریف الله، قدرت الله (ویکټ ساتونکی)، عبدالباري، زلمی خان، عبدالنافع، رحیم سهاک، نظیراحمد، کبیراحمد، عبدالحکیم، انصارالله، احمدضیاء، نوید زابلی، دستګیر دوتاني (لوبډلمشر)، حکمت الله او باري کاکړ شامل دي چې سربېره پر دې پکې هبت الله، لطف الله او محمدرسول په احتیاطي لوبغاړو کې شامل دي.

کابل لوبډله: 

دروېش رسولي، یونس احمدزی، امان رفیقي، انعام الله، شفیق الله غفاري، عبدالرحمن، نثار وحدت (لوبډلمشر)، شاکر، اصف موسی زی، فرمان الله، عظمت الله، ګلاب عمرزی، پرویز، اسحاق ځاځی (ویکټ ساتونکی) او عمران جنت شتون لري چې سربېره پکې روښان زرملوال، اقبال ځاځی او بلال سهاک په احتیاطي لوبغاړو کې شامل دي.

کندهار لوبډله: 

منیر کاکړ (لوبډلمشر او ویکټ ساتونکی) نصیب الله شېردلي، عبدالمالک، عبدالرازق، محمد ابراهیم، عین الدین کاکړ، بلال احمد، احمدظاهر، نجیب الله، خیال محمد، عبدالباقي، محمدعالم، وقارالله اسحاق، عبدالله تره خېل او واسق الله شامل دي چې دغه راز صدیق الله باوري، عبدالله اغا او عبدالعزیز د احتیاطي لوبغاړو په نوملړ کې شتون لري.

خوست لوبډله:  

رحیم منګل، نوید عبید،اصغر اتل، شاهد کمال (لوبډلمشر)، صدام منګل، محمدالله، رحمن الله ځدراڼ، باختر اتل، حسیب الله، ضیاءالرحمن شریفي، شاهین (ویکټ ساتونکی)، نوراحمد، هاشم خلیل ګربز او ایمل شتون لري چې احسان منګل، نسیم او نعمت پکې په احتیاطي لوبغاړو کې شامل دي.

ننګرهار لوبډله: 

طارق ستانکزی، بهیر محبوب، شوکت زمان (لوبډلمشر)، طاهر عادل، باطن شاه، ابراهیم عبدالرحیمزی، عبدالله عادل، عابد محمدي، زبید اکبري، تمیم، اسحاق محمدي (ویکټ ساتونکی)، بهارعلي، قاري فطرت، ولي اغا او ناصرعمر شامل دي او په احتیاطي لوبغاړو کې یې اکبر موسی زی، مجید عالم او عارف خان شامل دي.

میدان وردګو لوبډله: 

صدیق فرهاد، محمد سردار (لوبډلمشر)، اسلام ځاځی، فیصل، بریال، عرفان الله، محمد حفیظ، نصرت قریشي، وسیم اکرم، محمدالله، صادق اتل، وقار سلامخېل، ضیاءالحق پرواني، صابر بهرامي او میرویس ځاځی شتون لري چې دغه راز په احتیاطي لوبغاړو کې نورالحق ملکزی، میوند او هارون شامل دي.

د یادولو وړ ده چې د دغو سیالیو پایلوبه به په مرکز کابل کې د دوه لوبډلو په ګډون پیل شې.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې