افغانستان کریکټدلوبغاړو په اړه

هستي ګل عابد: کله چې په لومړي ځل له خارجي روزونکي سره مخ شولو

د افغانستان کریکټ ملي لوبډلې پخواني لوبغاړي هستي ګل عابد چا چې د افغانستان کریکټ په کمو امکاناتو تر نړیوال سټېج پورې ورسولو او افغان لوبډله یې د خپلو نورو پخوانیو ملګرو په مرسته پر نړیوالو وپېژندله او نن ورځ له نیکمرغه افغان کریکټ ملي لوبډله د کریکټ نړیوالې شورا سره بشپړ غړیتوب لري نو پدې ټولو پرمختګونو کې د هستي ګل عابد او د نورو پخوانیو لوبغاړو پوره ـ پوره ونډه ده.

هستي ګل عابد وړمه ورځ د یوې داسې کیسې یادونه وکړه، چې د هستي ګل عابد لپاره تاریخې او نه هیردونکې کیسه ده. هستي ګل عابد افغان کرېکنفو وېبپاڼې ته په خبرو کې د یادې کیسې په تړاو وغږېد.

کیسه څه ډول ده؟

هستي ګل عابد وایي، دا کیسه ځکه تاریخې بللی شو چې په لومړي ځل پاکستان کریکټ بورډ افغان لوبډلې ته خارجي روزونکی یا کوچ ورکړ. د هستي ګل پر وینا چې دا روزونکی نعیم نومیده.

نعیم د پاکستان کریکټ ملي لوبډلې لپاره کورنی کریکټ ترسره کړی وه. او ترڅنګ یې بیا په کوچېنګ کې هم کافي تجربه درلوده چې پر همدې اساس بیا پاکستان کریکټ بورډ نوموړی روزونکی هستي ګل عابد دې ته ورکړ.

د عابد پر وینا چې نوموړی یې پر داسې مهال دوی ته ورکړ چې هغه وخت هستي ګل عابد دې په پاکستان کې دننه د پاکستان لپاره بیلابیل ټورنمټونه ترسره کول چې دا روزونکی یې ورته په ګرېډ ټو او یا هم په قائد اعظم ټرافي کریکټ سیالیو کې ورکړی وه.

هستي ګل عابد افغان کرېکنفو وېبپاڼې ته وویل، چې دا روزونکی په ۲۰۰۳ م کال کې د پاکستان کریکټ بورډ له لوري افغان کریکټ ملي لوبډلې ته ورکړل شوی وه. د یادونې وړ ده چې دا تاریخې کیسه غالباً په کال ۲۰۰۳ کې شوې وه.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې