نړیوال کریکټ

شاهد افریدي باور لرې چې پاکستان به له انګلیستان څخه لوبې وګټې

د پاکستان کریکټ ملي لوبډلې پخوانی کیپتان او پیاوړی الراونډر لوبغاړی شاهد افریدي باور لرې چې پاکستان کریکټ ملي لوبډله به له انګلیستان کریکټ ملي لوبډلې څخه په خپل کور کې لوبې وګټې. 

د درې ټېسټ لوبو لړۍ به نن د اګسټ په ۵ مه نیټه پیل شې. چې افریدي د پاکستانۍ کریکټ ملي لوبډلې په بریا باندې باوري دی. د پاکستان او انګلیستان ترمنځ به ننۍ لوبه د انګلیستان په ساوت امپیټون کریکټ لوبغالي کې پیل شې.

شاهد افریدي د انګلیستان پر وړاندې په پاکستانۍ کریکټ ملي لوبډله کې پر بابر اعظم باندې تکیه کوي؛ او تمه لرې چې هغه به په یادو سیالیو کې په زړه پوری او بې جوړې اننګز ترسره کړې.

همدغه راز په ورته حال کې د پاکستان کریکټ ملي لوبډلې سر روزونکي او ټیم انتخاب کوونکي مصباح الحق په لوبډله کې د سپینرانو نشتون رد کړی دی او پر وینا یې چې په لوبډله کې یې سپینران شتون لري، هغه وایي مونږ د وېسټ انډېز لوبو لړۍ ولیدله.

او دا مو څرګنده کړه چې هلته پېچ وچ دی. او دا چاره به له پاکستانې ورو بالرانو سره مرسته وکړې چې تر څو توپ په ښه توګه ریورس سوېنګ کړې.

د نوموړي په خبره که چیرې پاکستان کریکټ ملي لوبډله په لومړنۍ پاڼۍ کې ۳۰۰ منډي ترسره کړې، نو دوی ۷۵ سلنه چانس لرې چې لوبه وګټې.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې