نړیوال کریکټ

ایرلنډ لوبه وګټله؛ خو د یو ورځینو لوبو سیرېز د انګلیستان په بریا پایته ورسېد

د انکلیستان او ایرلنډ کریکټ لوبډلو ترمنځ د درې یو ورځینو لوبو لړۍ د انګلیستان په بریا سره پایته ورسېده. له دې وړاندې کوربه انګلینډ ایرلنډ ته په دوه پرله پسې یو ورځینو لوبو کې ماته ورکړه چې پر همدې اساس یې د یو ورځینو لوبو لړۍ وار له مخه په خپل نوم کړه. خو په وروستۍ یو ورځنۍ لوبه کې ایرلنډ کریکټ ملي لوبډلې انګلیستان ته د ۷ ویکیټو په توپېر ستره ماته ورکړه او ځان یې له کلین سوېپ څخه وژغورلو.

د لوبې په پیل کې ایرلنډ د لوبې پچه وګټله، او لومړۍ یې د توپ اچونې پرېکړه وکړه.

انګلیستانۍ کریکټ ملي لوبډلې د لومړۍ توپ وهنې پر بنسټ په ټاکلو ۵۰ اورنو کې ۴۹،۵ اورنو په مرسته د ۱۰ لوبغاړو په سوځېدو ۳۲۸ منډي جوړې کړې. چې خپلې سیالې لوبډلې ته یې ستر هدف وټاکلو.

د انګلیستان کریکټ ملي لوبډلې لپاره توپ وهنه کې ایون مورګن د ۱۵ څلورېزو او د ۴ شپږېزو په مرسته (۱۰۶) منډي همدغه راز ټام بوټون د ۵۱ بالونو پر بنسټ ۵۸ منډي وکړې چې ۶ یې څلوریزې او ۱ شپږېزه ووهله.

د ایرلنډ کریکټ ملي لوبډلې لپاره بیا توپ اچونه کې کرېګ یونګ ۳، جوش لېټل او کرټس کمپر دوه دوه لوبغاړي له مخې پورته کړل.

د انګلیستان کریکټ ملي لوبډلې له لوري ستر هدف د ایرلنډ کریکټ ملي لوبډلې بشپړ کړ؛ او د ۷ ویکیټو په توپېر سره یې ماته ورکړه.

د ایرلنډ کریکټ ملي لوبډلې لپاره توپ وهنه کې پاول سټرلېنګ ۱۴۲ سترې منډي جوړې کړې چې پکې یې ۹ څلوریزې او ۶ شپږیزې ووهلې. همدغه راز انډریو بلبرني ۱۱۳ منډي وکړې چې د لوبډلې په بریا کې دواړو لوبغاړو مهم رول ولوبولو.

د انګلیستان لپاره توپ اچونه کې ډوېډ ویلي او عادل راشید ۱-۱ لوبغاړی وسځوه.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې