نړیوال کریکټ

جوناتن ټروټ د ۳ ټېسټ لوبو لپاره د انګلینډ د توپ وهنې روزونکی وټاکل شو

پخوانی توپ وهوونکی جوناتن ټروټ د پاکستان پر وړاندې راتلوونکو درې ټېسټ سیالیو لپاره د انګلینډ کریکت ملي لوبډلې توپ وهنې روزونکی وټاکل شو. هغه وړمه ورځ د انګلینډ کریکټ ملي لوبډلې لنډ مهاله روزونکی ونومول شو.

۳۹ کلن جوناتن ټروټ په ۵۲ ټېسټ لوبو کې یې ۳۸۳۵ منډي جوړې کړې دي، نوموړی به نن خپله دنده پیل کړي. ټاکل شوې ده چې نن د پاکستان او انګلینډ کریکټ لوبډلو ترمنځ لومړۍ ټېسټ سیالۍ پیل شې.

لومړۍ ټېسټ لوبه به په مانچسټر کې پیل شي او ورپسې دوه ټېسټ لوبې به ساوت امپیټون او اېز باول کې ترسره شې.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې