لیګونهنړیوال کریکټ

هند حکومت په رسمې توګه د IPL سیالیو ته اجازه ورکړه

پرون یکشنبه د هند IPL سیالۍ په رسمي توګه په متحده عربي اماراتو کې ومنل شوې، د هند حکومت په رسمې توګه د  IPL سیالیو ته اجازه ورکړه، چې دا سیالۍ دي د متحده عربي اماراتو په کوربتوب ترسره شي.

اوس ددې لیګ ۱۳م پړاو په رسمې ډول د روان کال سیپټمبر میاشتې په ۱۹مه نېټه متحده عربي اماراتو کې پیلیږي او د نوومبر میاشتې په ۱۰مه نېټه به پای ته ورسیږي.

د هند کرکټ بورډ ویلې، چې ددې لیګ لوبې به د ماښام په ۷:۳۰ بجو پيل شي.

په متحده عربي اماراتو کې د آی پي ایل ترسره کېدل کومه نوې خبره نده، بکلې تر دې مخکې په ۲۰۱۴م کې هم یو ځلې دا لیګ په متحده عربي اماراتو کې ترسره شوی او ددې ترڅنګ په ۲۰۰۹م کې بیا دا لیګ په هند کې د ټاکنو له امله په سویلي افریقا کې ترسره شو.

اوس بیا متحده عربي امارات پر دې هڅې پيلوي، چې په لوبغالي کې ننداریچانو ته د لوبې لیدلو زمینه برابره کړي.

د متحده عربي اماراتو کرکټ بورډ ویلې وه، چې د هند تر رسمي تایید وروسته به یې بورډ پر دې کار پيل کړي، چې څنګه لوبغالي کې نندارچیانو ته اجازه ورکړل شي.

دا بورډ وايي، هڅه کوو ۳۰ او یا هم ۵۰ سلنه نندارچیان لوبغالي ته پرېږدو.

د کورونا ویروس له امله اوس د کرکټ لوبې په لوبغالي کې د نندارچیانو پرته ترسره کیږي، تر څو د کورونا ویروس د پراختیا مخه ونیول شي.

لیکنه: محمدنسیم حمیدي

نسیم حمیدي

نسیم حمیدي په کندهار کې د افغان کریک اینفو خبریال

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې