دلوبغاړو په اړه

شرما: دا شیبه مې له ډوني سره غوره وه

د هند کریکټ ملي لوبډلې نوموتي لوبغاړي روهېت شرما له پخواني کیپتان ایم ایس ډوني سره په ۲۰۱۳ م کال کې د پنځوس اورېز نړیوال جام پر مهال د خپلې ښو او غوره شیبو یادونه وکړه.

شرما وایي، چې د کریکټ په کیریر کې یې له ډوني سره همدغه شیبې د خوښې وړ او نه هیردونکي دي. روهېت شرما د یکشنبې په ورځ د “ملګرتیا” د ورځې په مناسبت خپل ټوېټر اکاونټ کې د مینه والو پوښتنو ته ځوابونه وویل. نو په ورته حال کې یو مینه وال له شرما څخه وپوښتل چې له ډوني سره یې کومه شیبه د خوښې وړ وه.؟

شرما ځواب ورکړ، له ډوني سره زما غوره شیبې دوه ځلې را څرګندې شوې دي. ما او هغه توپ وهنه کوله او اوږده “ملګرتیا” مو لرله.

شرما چې ۲۰۰ منډي یې جوړې کړې وې نو د ډوني سره یې د ۱۶۷ منډو ملګرتیا د خوښې وړ وه. روهېت یواځینی لوبغاړی دی چې په یو ورځینو لوبو کې یې ۲۰۰ منډي یوه لوبه کې ترسره کړې دي. هغه د ۱۵۸ بالونو پر بنسټ ۲۰۹ منډي جوړې کړې دي.

شرما له ډیری هندي لوبغاړو سره غوره ملګرتیا لري.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې