لیګونه

د میرمنو آی پي ایل به په محتده عربي اماراتو کې په لار واچول شې

د هندوستان کریکټ بورډ په پام کې لري چې د نارینو آی پي ایل په متحده عربي اماراتو هېواد کې د سیپټمبر میاشتې له ۱۹ مې نیټې څخه پیل کړې. وړمه ورځ د هند حکومت هم بي سي سي آی ته اجازه ورکړه تر څو آی پي ایل پیل کړې.

ګنګولي ویلي دي، چې ښایې د نارینو آی پي ایل ترڅنګ ښځینه ای پي ایل سیالۍ هم په متحده عربي اماراتو هېواد کې پر لاره واچوې.

د راپورنو پر بنسټ چې د میرمنو آی پي ایل به د نومبر له ۱۰ مې نیټې څخه پیل شې. له دې وړاندې به تمریناتې کمپ پر لار واچول شې. بل لوري ته ښایې د میرمنو بیګ باش لیګ هم په ورته نیټه ترسره شې چې ښایې دا چاره پر آی پي ایل منفې اغېزه وکړې.

په پام کې ده چې ښځینه بیګ باش لیګ به د اکتوبر له ۱۷ مې نیټې څخه  پیل او د نومبر میاشتې تر ۲۹ مې نیټې پورې به دوام ومومي.

د ښځو په آی پي ایل کې ۳ لوبډلې بواخولې دي چې لوبډلمشرې یې د دغو لوبغاړو پر غاړه وه. هرمنپرېت کور ، میټالې راج او سمرېتي ماندانه هغه لوبغاړې دې چې د یادو درې لوبډلو لوبډلمشرانې وې.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې