نړیوال کریکټ

ظهیر عباس: هر هېواد د پیسو ګټل خوښوي

د پاکستان کریکټ ملي لوبډلې لیجنډ لوبغاړي او د کریکټ نړیوالې کمیټې پخواني مشر ظهیر عباس ویلي دي، چې هر هېواد د پیسو ګټل خوښوي. نوموړي دا څرګندونې پر داسې مهال وکړې چې نړیوال جام او اسیا جام د آی پي ایل یا هند سوداګرېز لیګ لپاره قرباني شول. 

عباس د هند کریکټ ملي لوبډلې ځواکمنې ادارې (بي سي سي ای) له هغې پریکړې څخه ملاتړ څرګند کړ؛ چې خپل کورنی لیګ یې پر لار واچولو. په پام کې ده چې د هند تجارتې لیګ سږ کال د کرونا له امله په متحده عربي اماراتو کې د سیپټمبر میاشتې له ۱۹ مې نیټې څخه پیل شې او د نومبر میاشتې تر ۸ مې نیټې پورې به دوام وکړې.

ظهیر عباس زیاته کړه، د کریکټ اړوندو بورډونو ته پکاره ده، چې د خپلو ۲۰ شل اورېزو لیګونو له لارې پیسې وګټې، هند به د آی پي ایل د ترسره کېدو له لارې شاو خوا ۵۰۰ میلیونه ډالر عاید وګټې.

د ویلو وړ ده چې وېسټ انډېز تجارتې لیک (سي پي ایل) به هم د سیپټمبر میاشتې له ۱۸ مې نیټې څخه پیل شې او د وېسټ انډېز په دوه مختلفو ځایونو ټرینیډ او ټوباګو کې به ترسره شې.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې