نړیوال کریکټ

انګلینډ په دوهمه یو ورځنۍ لوبه کې یو ځل بیا ایرلنډ ته ماتې ورکړه

د انګلینډ او ایرلنډ کریکټ لوبډلو ترمنځ دوهمه سوپر لیګ لوبه کې یو ځل بیا انګلیستان کریکټ ملي لوبډله پدې وتوانېده چې د ایرلنډ کریکټ ملي لوبډله په دوهم ځل هم ماته کړې، په لومړۍ سیالۍ کې هم انګلیستانۍ لوبډلې ایرلنډۍ لوبډلې ته د شپږو ویکیټو په توپېر ستره ماتې ورکړې وه.

په دوېمه یو ورځنۍ لوبه کې د لوبې پچه خپله میلمه ایرلنډ کریکټ ملي لوبډلې وګټله، او لومړۍ یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه.

ایرلنډ کریکټ ملي لوبډلې د لومړۍ توپ وهنې پر بنسټ په ټاکلو پنځوس اورنو کې د ۹ لوبغاړو په زیان ۲۱۲ منډي جوړې کړې؛ او سیالې لوبډلې ته یې د ۲۱۳ منډو هدف وټاکلو.

د ایرلنډ کریکټ ملي لوبډلې لپاره د توپ وهنې په برخه کې هيري ټکټر په ۵۵ بالونو ۲۸ منډي او کورټېس کمپور بیا د ۸ څلورېزو په مرسته تر نورو زیاتې ۶۸ منډي وکړې.

د کوربه انګلینډ لپاره توپ اچونه کې عادل راشېد ۳، جېمز وېنس او رئیس ټوپلي ۱-۱ همدغه راز ترڅنګ یې  ډوېډ ویلي او ثاقب محمود بیا ۲ـ۲ لوبغاړي له مخې پورته کړل.

د ایرلنډ کریکټ ملي لوبډلې له لوري د ۲۱۷ منډو هدف د ترلاسه کولو لپار انګلینډۍ لوبډله لوبغالي ته راښکته شوه او ځوابي توپ وهنه یې پیل کړه. په ځواب کې د انګلینډ کریکټ ملي لوبډلې د ایرلنډ کریکټ ملي لوبډلې له لوري ورکړل شوی هدف په ۳،۳۲ اورنو کې د ۶ لوبغاړو په زیان سره بشپړ کړ.

د انګلینډۍ لوبډلې لپاره توپ وهنه کې جوني برسټو ۱۴ څلورېزو او ۲ شپږېزو پر بنسټ ۸۲، ډوېډ ویلي ۴۷ ناسوځېدلي او سېم بلینګز ۴۶ ناسوځېدلو منډو پر بنسټ لوبډله تر بریا ورسوله.

د ایرلنډ کریکټ ملي لوبډلې لپاره توپ اچونه کې کرېګ یونګ ۱، کورټېس کمپور ۲ او جوشه لیټل ۳ لوبغاړي وسوځول خو لوبډله یې بریالۍ نه کړه.

د یادولو وړ ده چې د انګلیستان کریکټ ملي لوبډلې لپاره جوني برسټو لومړنی لوبغاړی شو، چې په یو ورځنیو لوبو کې خپلې ۳۰۰۰ منډي بشپړه وې.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې