دلوبغاړو په اړه

یوراج سېنګ: زه غواړم په نړیوالو لیګونو کې سیالۍ ترسره کړم

یوراج سېنګ چې د هند کریکټ ملي لوبډلې پخوانی لوبغاړی وه؛ او د هند کریکټ ملي لوبډلې په ګته یې ډيرې لوبې ترسره کړې وې او ډیری وخت یې له هندۍ لوبډلې سره په سیالیو ګټلو کې مرسته کړې وه.  

خو د یو کال راپدېخوا نوموړي له بي سي سي ای یا هند کریکټ کنټرول ادارې څخه خپله لار جلا کړې ده؛ نوموړي نړیوالو لیګونو کې لوبېدو ته زړه ښه کړی دی. د یادونې وړ ده چې بي سي سي ای خپلو لوبغاړو ته اجازه نه ورکوې چې د هند سوداګرېز لیګ سربیره په نورو ۲۰ اورېزو لیګونو کې ولوبېږي که چیرې کوم هندي لوبغاړی غواړي چې په نورو نړیوالو لیګونو کې ولوبېږي نو هغه هندي لوبغاړی به لومړی له بي سي سي آی سره قرارداد فسخه کوي او له هغې وروسته به بیا اجازه ترلاسه کړې چې د نړۍ په هر ډول لیګونو کې ولوبېږي. 

یوراج سېنګ لومړنی لوبغاړی دی چې د هند کریکټ کنټرول ادارې (بي سي سي آی) څخه د اعتراض سند ترلاسه کوي. تېر کال نوموړي په جون میاشت کې له کورني کریکټ، نړیوال کریکټ او هندي پریمیر لیګ په ګډون د کریکټ له هر ډول فارمیټونو استعفا اعلان کړه. چې له هغې وروسته بي سي سي ای هغه ته اجازه لیک ورکړ چې په بهرنیو لیګونو کې ولوبېږي.  یوراج سېنګ چې له ټاېمیز اوف انډیا سره یې مرکه لرله؛ په خپلې یادې مرکې کې یې خپل وروستې پلانونه افشا کړل. 

یوراج وویل: ((زه غواړم چې په نړیوالو لیګونو کې ولوبېږم؛ په هر صورت زه نه پوهېږم چې دا لیګونه به کله او څه وخت د کرونا په جریان کې پیل شې.))  یوراج یو له هغو ډګر ساتوونکو څخه دی چې تاسې به فکر کوئ، چې ګواګې دا کوم بريښنایې څېز دی او د بریښنا په وسیله ډګر ساتنه ترسره کوي؛ خو مګر هغه په حقیقت کې په خپلې وړتیا سره فېلډېنګ ترسره کوي. 

دا چې د وېسټ انډېز تجارتې لیګ نیټه کره ده. خو یوراج سږ کال د ۲۰۲۰ م کال په سي پي ایل سیالیو کې ځان راجسټر نه کړ. چې له همدې امله به هغه په نوموړي لیګ کې ونه لیدل شې.  ټاکل شوې چې د وېسټ انډېز هېواد تجارتې لیګ به د اګسټ میاشتې پر ۱۸ مه نیټه پیل شې. له هند سوداګرېز لیګ وروسته به دا لیګ دوهم لیګ وې چې د کرونا ویروس په مینځ کې پیل شې.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې