لیګونه

چینای سوپر کېنګز د اګسټ میاشتې په پیل کې متحده عربي اماراتو کې تمریناتې کمپ پیلیوي

د چینای سوپر کېنګز لوبډله په پام کې لري چې د اګسټ میاشتې په پیل کې متحده عربي اماراتو کې تمریناتې کمپ پر لار واچوې. چینای سوپر کېنګز لوبډله ښایې ډېر ژر متحده عربي اماراتو ته سفر وکړي.

هند کریکټ سوداګرېز لیګ به د سیپټمبر میاشتې له ۱۹ مې نیټې څخه په متحده عربي اماراتو کې پیل شې، او د نومبر میاشتې له ۸ مې نیټې څخه به دوام وکړي.

بل لوري ته په پام کې ده چې د اګسټ میاشتې په ۲ مه نیټه (سبا) د ای پي ایل چارواکې له هند حکومت سره مشورتې ناسته ترسره کړې.

آی پي ایل کې به ۶۰ لوبې ترسره شې چې شاو خوا ۵۱ ورځې به دوام وکړي. د آی پي ایل یا هند سوداګرېز لیګ پای لوبه به د نومبر میاشتې په اتمه نیټه ترسره شې.

تېر کال د دې لیګ اتلولې ممبۍ انډیانز لوبډلې ګټلې وه او سږ کال به له خپلې اتلولۍ دفاع وکړې.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې