نړیوال کریکټ

له آی پي ایل وروسته ښایې، هندي لوبغاړي ۱۵۰ ورځو لپاره له کورنۍ لرې پاتې شې

له شل اورېز نړیوال جام ځنډېدو وروسته، هند کریکټ بورډ یا بيـسي سي آی چمتو ده چې په سيپټمبر میاشت کې خپل کورنی سوداګرېز لیګ آی پي ایل پر لاره واچوې. یاد لیګ به د سیپټمبر میاشتې په ۱۹ مه نیټه پیل شي.

په ورته حال کې د هند کریکټ ملي لوبډلې لوبغاړي د کووېډ ـ ۱۹ ناروغۍ له امله له شاو خوا څلور میاشتو راهیسې په خپلو کورونو کې قرنطین ول. په ورته حال کې هندي کریکټ لوبغاړي به په راتلونکې سیپټمبر میاشت کې خپل تمرینات پیل کړې پداسې حال کې چې سږ کال هند کریکټ ملي لوبډله ډیرې لوبې لرې او د لوبو جدول یې ډک دی چې په ترڅ کې به یې هندي لوبغاړي د ۱۵۰ ورځو لپاره له کورنیو لرې وې.

په پام کې ده چې هندي لوبغاړي به په اګسټ میاشت کې خپل تمرینات د هند په احمد اباد موټره لوبغالي کې پیل کړي پداسې حال کې مخکې له دې چې متحده عربي اماراتو ته سفر وکړي.

ټاکل شوې ده چې هند کریکټ ملي لوبډله به په دسمبر میاشت کې لومړۍ ټېسټ لوبه له اسټرالیا کریکټ ملي لوبډلې سره ترسره کړي.

د راپورنو له مخې چې د کوهلي، روهېت شرما او جسپرېټ بومرا په څېر ورته لوبغاړي ښایې د پینځو میاشتو لپاره له کورنۍ لرې پاتې شې. پرته له دې چې کوم فزیکې اړیکه ولرې.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې