افغانستان کریکټ

کریکټ نړیوالې شورا افغان کریکټ بورډ سره د هر ډول همکاریو مرستې ژمنه وکړه

د افغان کریکټ بورډ عمومي رئیس فرهان یوسفزي وړمه ورځ د کریکټ نړیوالې شورا یا اي سي سي په مهالنۍ ناسته کې ګډون وکړ. د کریکټ بورډ له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي، چې د افغان کریکټ بورډ عمومي رئیس د ویډیو کنفرانس له لارې کریکټ نړیوالې شورا سره مهالنۍ ناسته کې ګډون وکړ.

د خبرپاڼې له مخې، چې په یاده ناسته کې د کریکټ نړیوالې کمیټې غړو ته د افغانستان کریکټ بورډ په راتلوونکو پلانونو او په ټوله کې د کریکټ پر بیلابیلو پرمختګونو خبرې وشوې.

د ویلو وړ ده چې په پای کې د کریکټ نړیوالې شورا مشر له افغان کریکټ بورډ سره د هر ډول همکاریو هوډ وکړ.

باید یاده شي چې د فرهان یوسفزي لیدنه دا ځل له کریکټ بورډ څخه د ډېری غړو لرې کېدو باندې شوې ده. او د کریکټ بورډ مهم غړي یې له دندې تللي دي.

د فرهان یوسفزي پر وینا چې په کریکټ بورډ کې منظم منجمېنټ رامینځته کول دي، او په دغې اداره کې د خپلسریو مخه نیول دي.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې