نړیوال کریکټ

محمد عامر په انګلیستان کې پاکستانۍ لوبډلې سره یو ځای شو

د پاکستان کریکټ ملي لوبډلې کېڼ لاسی توپ اچوونکی محمد عامر انګلیستان ته له رسېدو وروسته د کووېډ ـ ۱۹ ازموینې ورکړې چې د دواړو ټیسټونو پایلې منفې ښودل شوې دي او له منفې ټیسټونو وروسته پاکستانۍ لوبډلې سره یو ځای شو.

د انګلینډ او پاکستان کریکټ لوبډلو ترمنځ به د درې ټېسټ لوبو سیرېز د اګسټ میاشتې په ۵ مه نیټه پیل شي؛ او وروسته به ورپسې د درې شل اورېزو لوبو لړۍ ترسره شې.

د پاکستان کریکټ بورډ وړمه ورځ تائید کړه، چې محمد عامر له څو ورځنې قرنطین وروسته د کرونا منفې پایلې ترلاسه کړې دي چې پر همدې بنسټ په لوبډله کې هم اخیستل شوی دی.

پاکستان کریکټ بورډ په یو بیان کې لیکلې دي: ((امیر د جولای په ۲۴ مه نیټه له لاهور څخه انګلیستان ته سفر وکړ، چې هلته له رسېدو سره سم پنځه ورځې جلا وساتل شو او دوه ځلې معاینه هم شو چې د ټیسټ پایلې یې منفې څرګندې شوې.))

د پاکستان او انګلینډ ترمنځ به د لوبو لړۍ په خوندي چاپیریال (د نندارچیانو) پرته ترسره شې. همدغه راز پاکستان کریکټ بورډ خبر ورکړ چې د لوبډلې څخه لرې تېز بالر حارث روف به هم ډېر ژر له لوبډلې سره یو ځای شې.

د یادونې وړ ده چې پاکستان کریکټ ملي لوبډلې باولېنګ روزونکي وقار یونس د محمد عامر راتګ یو مثبت ګام بللی دی او د هغه راتګ یې د لوبډلې په ګټه یاد کړی دی.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې