لیګونه

د ۲۰۲۰ م کال ټي این پي ایل لیګ له خپلې نیټې څخه وځنډول شو

د تامل ناډو پریمیر لیګ (TNPL) پنځم پړاوو د خپلې لومړنۍ نیټې څخه وځنډول شو. ټاکل شوې وه چې دا لیګ په جون میاشت کې پیل شوی وای، خو اوس یې په اګسټ میاشت کې د ترسره کېدو هڅې روانې دي.

د تامل ناډو کریکټ اتحادیې تمه لرله، چې یاد لیګ یې د جون په ۱۰ مه نیټه پیل کړی وای او د جولای تر ۱۲ مې نیټې پورې یې غځولی وای. خو په ورته وخت کې یې اوس تنظیم کول رد شوې دي او تمه ده چې نوموړی لیګ په اګسټ ـ سیپټمبر میاشت کې تنظیم شې.

د کووېډ ـ ۱۹ ناروغۍ له امله د سپورټ ډیری ټورنمنټونه او د لوبډلو ترمنځ سیرېزونه تر نامعلومې نیټې پورې ځنډول شوې دي او یا هم لغوه شوې دي. په تامل ناډو کې شاو خوا ۲،۴ لاکه قضیې ثبت شوې دي او د نږدې ۳۸۰۰ کسانو مړینې خبر ورکول شوی دی.

خو له بلې خوا د هند سوداګرېز لیګ هم په سیپټمبر میاشت کې پیلیږي او د نومبر میاشتې پورې به دوام وکړي، چې د دې لیګ پایته رسېدو وروسته به د هند کورنی کریکټ پر لار واچول شې.

چې دا چاره به پر ټي این پي ایل لیګ باندې منفې اغېزه ولري؛ او ښایې چې سږ کال دا لیګ ترسره نشي.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې