نړیوال کریکټ

انګلینډ ایرلنډ ته په لومړۍ سوپر لېګ سیالۍ کې په ۶ ویکیټو ماتې ورکړه

د ۲۰۲۳ م کال پنځوس اورېز جام لپار د سوپر لېګ لوبې وړمه ورځ د انګلینډ او ایرلنډ کریکټ لوبډلو ترمنځ پیل شوې. چې پدې سوپر لېک سیالۍ کې کوربه انګلینډ میلمه ایرلنډ ته په ۶ ویکیټو سترې ماتې ورکړه. 

د لوبې په پیل کې د لوبې پچه انګلینډ کریکټ ملي لوبډلې وګټله، او لومړۍ یې د توپ اچونې تصمیم ونیوه.

د ایرلنډ کریکټ ملي لوبډلې د لومړۍ توپ وهنې په ترسره کولو سره لومړیو کې ناکامه کارګردکې ترسره کړه او د پیل په ۱۴ اورنو کې یې ۵ مهم لوبغاړي له لاسه ورکړل.

د ایرلنډ کریکټ ملي لوبډلې لپاره کورټېس کمپور د ۴ څلورېزو پر مټ ۵۹ ناسوځيدلې منډې ترسره کړې همدا شان انډي مکبراین ۴۸ بالونو په مرسته ۴۰ منډې جوړې کړې.

د انګلینډ کریکټ ملي لوبډلې لپاره توپ اچونه کې ډویډ ولي ۵، ثاقب محمود ۲، عادل راشد او ټوم کرن بیا یوه ـ یوه ویکیټه واخیسته.

په ځوابي توپ وهنه کې د انګلینډ کریکټ ملي لوبډلې یاد هدف بشپړ کړ. انګلینډ کریکټ ملي لوبډلې د ۱۷۳ منډو هدف د ۴ لوبغاړو په سوځېدو سره بشپړ کړ او ایرلنډ ته یې په ۶ ویکیټو ماته ورکړه.

د انګلینډ کریکټ ملي لوبډلې له لوري سام بلېنګز د ۱۱ څلوریزو په مرسته ۶۷ ناسوځیدلې منډې جوړې کړې. همدغه راز ترڅنګ یې ایون مورګن ۳۶ ناسوځیدلې منډې جوړې کړې او انګلینډ کریکټ ملي لوبډله یې د بریا تر پولې پورې ورسوله.

د ایرلنډ کریکټ ملي لوبډلې لپاره د توپ اچونې په برخه کې کرېګ یون ۲، انډي ميکبراین او کورټېس کمپور یو ـ یو لوبغاړی له مخې پورته کړ. خو لوبډله یې تر بریا ونشوه رسولی.

د لوبې غوره لوبغاړي جاېزه سام بلېنګز واخیسته. نوموړي د ۱۱ څلوریزو په مرسته ۶۷ ناسوځیدلې منډې جوړې کړې وې.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې