نړیوال کریکټ

کېون اوبرائن: د ایرلنډ مسؤلیت ځوانانو پورې اړه لري

د ایرلنډ کریکټ ملي لوبډلې ټول چارې یا الراونډر لوبغاړي کېون اوبرائن ویلي دي، چې د ایرلنډۍ لوبډلې مسؤلیت ځوانو لوبغاړو پورې اړه لري. ایرلنډ به له انګلینډۍ لوبډلې سره د یو ورځینو لوبو لړۍ ډېر ژر پیل کړې.

د کېون اوبرائن پر وینا، چې د ایرلنډ لوبډلې مخکې تګ او له سیالانو سره یې سیال کول، ځوانانو پورې اړه لري دغه ۳۶ کلن الراونډر زیاته کړه، زما لس کاله کېږي چې د خپل هېواد لپاره کریکټ کوم خو اوس یو څه لږ مایوسه شوی یم دا زما لپاره د ویاړ خبره ده چې دومره وخت لپاره مې کریکټ ترسره کړ؛ د دې په اړه خبرې کول او فکر کول درته زما ويښتان په ښکاره توګه څرګندوي.

نوموړی د انګلینډ کریکټ ملي لوبډلې پر وړاندې راتلوونکو درې یو ورځینو لوبو ته غوره شوی دی. او د ایرلنډ کریکټ ملي لوبډلې ۱۴ کسیزه نوملړ برخه دی.

کېون اوبرائن چې د ایرلنډ کریکټ ملي لوبډلې لپاره یې ۳ ټېسټ، ۱۴۵ یو ورځنۍ او ۹۶ یې بیا شل اوریزې لوبې ترسره کړې دي. اوبرائن همدغه راز د ځان په اړه وویل: ((که زما سکور وښودل شي یا نه، مګر زه فکر کوم چې زه اوس یو بهترین کریکټر یم. زه اوس له پخوا څخه ډېره تجربه لرم. او زه د جسماني او له ذهني پلوه خورا غښتلی یم.))

ټاکل شوې ده چې نن به د انګلینډ او ایرلنډ کریکټ لوبډلو ترمنځ د درې یو ورځینو لوبو له لړۍ څخه لومړۍ یوه ورځنۍ لوبه ترسره شي. دوهمه یو ورځنۍ لوبه بیا د اګسټ میاشتې پر لومړۍ نیټه ترسره شي او همدا شان به دریمه یو ورځنۍ لوبه د اګسټ پر ۴ مه نیټه ترسره شې.

ټولې ۳ یو ورځنۍ لوبې به په ساوټ امپیټون او روز باول کې ترسره شې.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې