دلوبغاړو په اړه

کوهلي: زه خوشبخته یم چې انوشکا شرما زما د ژوند ملګرې ده

د هند کریکټ ملي لوبډلې کیپتان وېرات کوهلي د خپلې میرمنې او فلمې ستورې انوشکا شرما ستاینه کړې ده هغه وایي، زه خوشبخته انسان یم چې په ژوند کې د انوشکا شرما په څېر ورته ملګرې لرم.

نوموړي چې له مایانګ اګروال سره خبرې کولې د خبرو پر مهال یې زیاته کړه، چې زه منندوی او خوښ یم چې زما په ژوند کې د انوشکا په څېر ورته ملګرې شته دی.

کوهلي وویل: ((زه په پوره توګه هغې ته امتیاز ورکوم چې ماته یې لارښوونه کړې ده، زه له هغې څخه منندوی یم او ویاړم چې د نوموړې په څېر ورته ملګرې په ژوند کې لرم. مونږ له یو بل څخه زده کړه کوو، زه مخکې یو عادي شخص وم خو له کله راهیسې مې چې ژوند ته انوشکا راغلې نو زه په عملي شخص باندې بدل شوی یم انوشکا شرما زما ژوند راته بدل کړ.))

کوهلي وایي، انوشکا شرما زما ذهنیت راته په بشپړ ډول بدل کړ. زه هغې ښه درک کړی یم. انوشکا زما په ژوند کې یو نعمت دی. دا دواړه نوموتې څیرې دې او له څو کلونو راهیسې یې ګډ ژوند پیل کړی دی. چې دواړه له خپل ژوند څخه خوښ دي.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې