دلوبغاړو په اړهلیګونه

بیت موني ښځینه بیګ باش لیګ کې د سکارچزر لوبډلې لوري واخیستل شوه

د اسټرالیا کریکټ ملي لوبډلې ښځینه لوبغاړې بیت موني د اسټرالیا په ښځینه سوداګرېز لیګ کې د سکارچزر لوبډلې له لوري وپېرل شوه. دا دوهم ځل دی چې نوموړې له همدې لوبډلې سره یو ځای کېږي. 

موني د ډبلیو بي بي ایل په تاریخ کې دوهمه سترې منډې جوړونکې لوبغاړې ده. هغې په تېرو پینځو پړاوونو کې د برسبېن هېټ لوبډلې په ګټه ۲۵۷۶ منډې جوړې کړې دي.

همدغه راز بیت موني سږ کال په ښځینه نړیوال جام کې د لوبډلې په ګټه په ۶ پاڼیو کې ۲۵۹ منډي ترسره کړې وې چې د ټورنمنټ غوره لوبغاړې جاېزه یې هم واخیستله. موني د شل اورېز نړیوال جام په هره یوه پاڼۍ کې تر ټولو ډیرې منډې جوړونکې لوبغاړې هم شوې ده.

موني وویل: ((زه د راتلوونکو څو پړاوونو لپاره د سکارچزر لوبډلې سره د یو ځای کېدو لپاره واقیعاً خوشاله یم. ما د هغوی د کتلور په اړه ډېر ښه شیان اوریدلې دي. دا مهمه نه ده چې زه د کومې لوبډلې لپاره ولوبېږم بلکې مهمه دا ده چې مینه وویشو.))

د موني پر وینا چې نوره تم نه شې پاتې کیدلې ځکه دلته د هغې د پرمختګ لپاره نوې نوې تجربې شتون لري.

دا د ډبلیو بي بي ایل (ښځینه بیګ باش لیګ) شپږم پړاوو دی چې سږ کال ترسره کېږي، د سکارچزر لوبډلې لومړۍ سیالۍ به د اکتوبر په ۱۷ مه نیټه د سیډنې تندرز لوبډلې پر وړاندې پیل شي.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې