نړیوال کریکټ

هولډر: مونږ د پیسو ګټلو په هڅه کې یو

د کرونا ویروس له امله کریکټ ځنډول شوی وه خو یو ځل بیا د وېسټ انډېز او کوربه انګلینډ پر سیرېز پیل شو. د انګلینډ او وېسټ انډېز ترمنځ سیرېز د کوربه انګلیستانۍ لوبډلې په بریا سره پایته ورسیده. 

تازه د وېسټ انډېز کریکټ ملي لوبډلې کیپتان جېسن هولډر ویلي دي چې مونږ غواړو پیسې وګټو ځکه مونږ د کرونا ناروغۍ له امله ستر مالي زیان سره مخ شوی یو چې اوس غواړو بیرته خپل د عایدو بودیجه کې زیاتوالی راولو.

هولډر له انګلیستانۍ لوبډلې څخه غوښتې دې چې د کال په پای کې له وېسټ انډېز هېواد څخه لیدنه وکړې. نوموړی وایي مونږ مالي زیان لرو او دا سفرونه به له مونږ سره مرسته وکړي.

نوموړي همدغه راز د انګلینډ، اسټرالیا او هند کریکټ بورډونه یادونه کړې ده، او دغه کریکټ بورډونه یې د عایدو له پلوه خورا بشپړ بللې دي.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې