نړیوال کریکټ

سبا د یو ورځینو لوبو سوپر لیګ سیالۍ پیلیږي

دوه ورځې مخکې د کریکټ نړیوالې کمیټې (آی سي سي) د یو ورځینو سیالیو د سوپر لیګ په اړه اعلامیه خپره کړه، چې پر بنسټ یې د ۲۰۲۳ م کال پنځوس اورېز نړیوال جام ته د لار موندنې پروسه هم اعلان شوې ده.

د سوپر لیګ سیالیو لومړۍ لوبه به سبا د جولای پر ۳۰ مه نیټه ۵:۳۰ بجې د انګلینډ او ایرلنډ کریکټ لوبډلو پر لوبې پیل شي. او د نورو سیالیو مهالوېش به د کریکټ نړیوالې شورا له لوري وروسته خپور شي. 

د یادولو وړ ده چې د ۱۲ بشپړ غړیتوب لروونکو لوبډلو سربیره به د نیدرلنډ لوبډله هم د دې سیالیو ګډونواله وې. د راتلونکو درې کلونو په موده کې به هره یوه لوبډله ۸ سیرېزونه ترسره کړي. چې څلور به په خپل کور کې او څلور نور به په بیلابیلو هېوادونو کې ترسره شي.

هېره دې نه وې چې بریالۍ لوبډلې ته به لس نمرې ورکول کېږي. خو د لوبې مساوي یا د لوبې ځنډېدو وروسته به هرې یوې لوبډلې ته ۵-۵ پواینټونه ورکول کېږي، چې د لیګ په پای کې به د کوربه هند په ګډون مخکښې لوبډلې به د سر په ۸ لوبډلو کې راشې. او پاتې ۵ لوبډلې به د دویمه درجه هېوادونو لوبډلو سره ولوبېږي. او له غواروي پړاوو وروسته به ۲۰۲۳ م کال نړیوال جام ته لار ومومي. 

د کریکټ نړیوالې کمیټې له لوري به د سوپر لیګ لوبې د افغانستان، اسټرالیا، انګلستان، پاکستان، نیوزیلنډ، بنګلدیش، سویلي افریقا، ایرلنډ، وېسټ انډېز، سریلانکا، زمبابوې او نیدرلینډ ترمنځ ترسره شي.

د یادونې وړ ده چې د ۲۰۲۳ م کال په نړیوال جام کې به لس لوبډلې برخوالې وې. چې ۸ لوبډلې به یې د سوپر لیګ له لارې او پاتې دوه لوبډلې به د غواروي پړاوو وروسته یاد جام ته لار پیدا کړې.

تېر کال د پنځوس اورېز نړیوال جام اتلولې د انګلیستان کریکټ ملي لوبډلې د لومړي ځل لپاره وګټله.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې