دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

د عمر اکمل د بند موده له ۳ کالو څخه ۱۸ میاشتو ته کمه شوهد عمر اکمل د بند موده له ۳ کالو څخه ۱۸ میاشتو ته کمه شوه

د پاکستان کریکټ ملي لوبډلې توپ وهوونکي عمر اکمل لپاره ښه خبر چې د نوموړي د بند موده چې په درې کاله بند باندې محکوم شوی وه اوس یې د بند موده ۱۸ میاشتو ته راکمه شوه.

نوموړی له دې کبله پر درې کلن بند باندې محکوم شوی وه چې هغه د مالي فساد اړونده یوه قضیه کې تورن وه او اړونده څانګې ته یې خبر ورکړی نه وه، چې په پایله کې د اپرېل په ۲۷ مه نیټه باندې د ډيسېپلین کمیټې د یوې پريکړې پر اساس ۳ کلن بند باندې محکوم شو. خو اوس د نوموړي بند موده ۱۸ میاشتو ته راکمه شوه.

چې اوس بیرته د نوموړي راتګ ته هیلې زیاتې شوې دي، او ډېر ژر به د لوبو ډګر ته راښکته شي. نوموړی دا مهال ۳۰ کلن دی. عمر اکمل باید پام وکړي چې مخکې لدې کریکټ لوبو ته راستون شي دا باید په کومې قضیې کې دخیل نه وې.

عمر اکمل څه موده وړاندې په لاهور کې د یو تمریناتې کمپ پرمهال له روزونکي سره پر ناوړه اخلاقي چلند باندې تورن شوی وه چې وروسته دا قضیه بیا د پاکستان کریکټ ملي لوبډلې سر روزونکي مصباح الحق ته راپور شوه.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې