دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

انډرسن: براډ شاید له ما هم ویکیټو کې مخکې شې

د انګلیستان په کوربتوب د وېسټ انډېز او انګلیستان ترمنځ درې ټېسټ لوبو سیرېز پایته ورسېد. چې دا سیرېز د انګلیستان په بریا سره پایته ورسېد. لومړۍ ټېسټ لوبه د وېسټ انډېز بریا سره پایته ورسېد او دوه وروستۍ لوبې بیا د کوربه انګلینډ په بریا سره پایته ورسیدلې.

د انګلینډ کریکټ ملي لوبډلې لپاره توپ اچونې برخه کې سټوراټ براډ ښه فعالیت ترسره کړ. او د تجربه لرونکې جېمز انډرسن له لوري وستایل شو. انډرسن یو له هغو لوبغاړو څخه دی چې په انګلیستان کې یې په ټېسټ کریکټ کې ډیرې ویکیټې اخیستې دي.

۳۴ کلن براډ د وېسټ انډېز پر وړاندې لومړۍ ټېسټ لوبه کې نه وه شامل او په دریمې ټېسټ لوبه کې کرېګ برایټوب د ګوښه کېدو وروسته یې ۵۰۰ ویکیټې بشپړې کړې.

په ورته وخت کې ۳۷ کلن جېمز انډرسن د خپل ملګري ستاینه کړې ده، او ویلي یې دي چې هغه دا وړتیا لري چې له ما څخه په ټېسټ کریکټ کې زیاتې ویکیټې واخلي. انډرسن وایي په اوس وخت کې د هغه توپ اچونه خورا بې څارې ده.

انډرسن په ۱۵۳ ټېسټ لوبو کې ۵۸۹ ویکیټې اخیستې دي، نوموړي زیاته کړه: ((که براډ خپلو فعالیتونو ته همداسې دوام ورکړي، نو هغه به له ما څخه زیاتې ویکیټې ترلاسه کړي. براډ په خورا پوم کې دی او د زیاتو ویکیټو اخیستو وړتیا لري.))

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې