افغانستان کریکټ

افغان کریکټ بورډ: د کریکټ د نوي معیاري لوبغالي ځمکه به ډېر ژر ځانګړې شي

د کریکټ بورډ عمومي مشر فرهان یوسفزي نن په یوه خبري ناسته کې خبرې وکړې او د کابل کریکټ نوي لوبغالي لپاره د ځمکې د ځانګړي کېدو ترڅنګ یې د نوموړي د کاري دورې د لاسته راوړنو په تړاو څرګندونې وکړې. 

د افغان کریکټ بورډ له لوري په خپره شوي خبرپاڼه کې راغلي دي، دغه رسنيزه ناسته کې چې نن له غرمې وروسته د کریکټ بورډ په مرکزي دفتر کې د رسنيو د استازو او يادې ادارې د مديرانو په شتون کې ترسره شوه، په ترڅ کې یې عمومي مشر ښاغلي یوسفزي په کابل کې د جوړېدونکي نړيوال لوبغالي، د اووم پړاو شپږيزه کرکټ ليګ، د افغانستان شل اوریز غوره لیګ، په اداره کې اصلاحاتو رامنځته کولو او ورستیو اصلاحاتو په اړه درسنیو استازو ته هر اړخیز معلومات ورکړل.

افغان کریکټ بورډ د فرهان یوسفزي له خولي لیکلې دي ((د کابل کرکټ د نوي لوبغالي لپاره د ځمکې د ځانګړې کېدو چارې بیخي نهايي شوې او ډېر ژر به د افغانستان اسلامي جمهوریت د کابینې له لوري تایید چې ورپسې به یې ډېر ژر رغنیزې چارې هم پیل شي.))

همدغه راز فرهان یوسفزي ویلي دي، چې پیل کې د بودیجې له کمښت سره مخ وه، خو فرهان یوسفزی وایي چې اوس د بودیجې له کمښت سره مخ نه دي او د بیځایه لګښتونو مخ یې تر ډېره حده پورې نیولې ده. یوسفزی زیاتوي، چې اوس مهال د بودیجې ډیرښت لوري ته روان دي او د کریکټ له نړیوالې شورا یې هم د همکارۍ غوښتنه کړې ده که چیرې کریکټ نړیواله شورا ورسره مرسته وکړي نو ټولې چارې به په بریالې توګه ترسره شي.

د کریکټ بورډ عمومي مشر فرهان یوسفزي د شپږیزه کریکټ لیګ اووم پړاو او د افغانستان شل اوریز غوره لیګ سیالیو ته اشاره وکړه چې په وینا یې، دواړه لیګونه به په ډېره ښه توګه د ادارې له لوري ترسره شي او یوازېنۍ موخه یې هم د هېوادوالو لپاره د سیالیو برابرول دي چې راتلونکې ۲۰۲۱ کال کې به د ډېرو هېوادونو پر وړاندې ولوبېږو. د افغان کریکټ بورډ پر وینا چې د کریکټ د نوي معیاري او نړیوال لوبغالي د ځمکې د لېږد چارې به په نږدې راتلونکي کې بشپړې او ورپسې به یې رغنیزې چارې هم په ښه او معیاري توګه پیل شي.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې