لیګونهنړیوال کریکټ

متحده عربي امارات د هند له لوري شنه سیګنال ته په تمه دي

د ۲۰۲۰ م کال هند سوداګراېز لیګ ۱۳ م پړاو به په سیپټمبر میاشت کې ترسره شي. دا لیګ به سږ کال د هندوستان پر ځای متحده عربي اماراتو کې ترسره شي.

په ورته وخت کې د متحده عربي اماراتو کریکټ بورډ څرګنده کړې ده چې دوی د آی پي ایل پر چمتووالي کار پیل کړی دی، او فقت د هند کریکټ کنټرول ادارې له لوري شنه سیګنال ته په تمه دي.

د محتده عربي اماراتو کریکټ بورډ د آی پي ایل چمتووالي خبر د خپل رسمي ټويټر اکاونټ له لوري د یوې اعلامیې د خپرولو په ترڅ کې ورکړ. د متحده عربي اماراتو کریکټ بورډ رئیس عثماني داسې وویل:

((مونږ د لیګ چمتووالي په اړه د هند کریکټ کنټرول ادارې له لوري رسمي خط ترلاسه کړی دی، مونږ اوس یواځې د هند حکومت تصویب ته تم پاتې یو. او دا به ډېر ژر تصویب شي.))

ټاکل شوې ده چې د آی پي ایل سیالۍ د متحده عربي اماراتو په ابوظبي، شاهجه او د دوبۍ په ستر ښار کې ترسره شي. د اماراتو کریکټ بورډ تائید کړې ده چې دوی د بي سي سي آی له لوري د آی پي ایل کوربتوب اجازه ترلاسه کړې ده.

دا به دوهم ځل شي چې آی پي ایل به په متحده عربي امارتو کې ترسره شي. مخکې هم په ۲۰۱۴ م کال کې آی پي ایل په متحده عربي اماراتو کې ترسره شوی وه.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې