دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

د سټوراټ براډ د بهترینه توپ اچونې پرمټ انګلستان د ویسټ انډیز څخه سیریز وګټه

د انګلستان او ویسټ انډیز ترمنځ دریمه ټيسټ لوبه نن پاې ته ورسیده، په یاده سیالۍ کې ټاس ویسټ انډيز لوبډلې وګټه او لومړی یې توپ اچونه انتخاب کړه.

کوربه لوبډلې په لومړي اننګز کې ۳۶۹ منډې ترلاسه کړي، چې پکې اولي پوپ، ۹۱، ویکټ ساتونکې، بټلر، ۶۷، او سټوراټ بورډ ۶۲ منډې وکړي.

ویسټ انډيز لپاره په توپ اچونه کې کیمر روچ ۴ شنین ګابرایل، او روسټن چیس بیا دوه دوه ویکټې ترلاسه کړي.

د توپ وهنې په برخه کې ویسټ انډيز کرکټ ملي لوبډلې لومړی پاڼۍ کې د انګلستاني بالرانو زیات مقاومت ونکړی شو او خپله ټوله لوبډله یې په ۱۹۷ منډو کې له لاسه ورکړه.

کوربه لوبډلې ته په توپ اچونه کې سټوراټ براډ ۶ ویسټ انډیزي لوبغاړي له مخې پورته کړل او همدا شان بیا انډرسن دوه، جوپرا ارچر، او کریس ووکس یوه یوه ویکټ ترلاسه کړه.

دوهمې پاڼۍ کې بیا انګلستان کرکټ ملي لوبډلې یوازې دوه ویکټې له لاسه ورکړي چې پکې بورنز ۹۰، او لوبډلمشر جي روټ ۶۲ منډې ترلاسه کړي.

انګلستان کرکټ ملي لوبډلې یو ځل بیا ویسټ انډيز لوبډلې ته د ۳۹۹ منډو هدف په مخکې کيښود، او دوهمې پاڼۍ ته یې د بیا پيل دعوت ورکړ.

مېلمنه لوبډله په دوهمه پاڼۍ کې بیا د انګلستاني چټکو بالرانو ښکار شوه، او خپله ټوله لوبډله یې په ۱۲۹ منډو کې له لاسه ورکړه.

دا ځل بیا سټوراټ براډ ۴، او کریس ووکس ۵ ویکټې ترلاسه کړي.

د همدي لوبې په ګټلو سره انګلستان کرکټ ملي لوبډلې د دې سیالیو سیریز په خپل نوم کړ او د ویسټ انډيز سره یې د درې ټيسټ لوبو دوره پاې ته ورسوله، له دې وروسته انګلستان کرکټ ملي لوبډله د راتلونکې جمعې په ورځ د ایرلینډ سره د پنځوس اوریزه لوبو پیل په انګلستان کې کوي.

یاده دې وي چې په دغه لوبو کې په لومړی سیالۍ کې سټوراټ براډ ته چانس نه و ورکول شوې نو همغه و چې انګلستان په یو غټ مارجن ویسټ انډیز کرکټ ملي لوبډلې ته ماته ومنله، د دې ماتې لامل برتانویانو همدا وښود چې براډ ته یې په سیالۍ کې چانس ورنکړ.

براډ بیا په ټاپ ترینه بالرانو کې د ځان لپاره ځای پیدا کړهغه ۷ بالر شو چې په ټیسټ کرکټ کې ۵۰۰ ویکټې پوره کوي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې