لیګونهنړیوال کریکټ

د سریلانکا کورنی تجارتي لیګ د اګسټ په ۲۸مه پيلیږي

ټاکل شوې د سریلانکا هیواد د کرکټ کورنۍ تجارتي سیالۍ«SCL» د راتلونکې اګسټ میاشتې په ۲۸مه نېټه پيل شي.

ددې لیګ اجرایوي مشر ایشلي ډي سیلوا د اسپاین کریک انفو سره په خبرو کې وویل، چې سږ کال به په دې لیګ کې د داخلي لوبغاړو ترڅنګ ۹۰ بهرني لوبغاړي هم ولوبیږي.

د ایشلي ډي سیلوا په خبره، ددې لیګ ګډونوالي لوبډلې به هم د بهرنیو روزونکو له لوري رهبري کیږي.

د ورکړل شوو معلوماتو له مخې د سریلانکا هیواد په کورنیو تجارتي لوبو کې به ۵ لوبډلې یو د بل په وړاندې په دریو اونیو کې ولوبیږي.

سږ کال سریلانکا ددې لیګ ترسره کېدو ته پلان نه درلود، خو کله چې د کورونا ویروس له امله د سریلانکا ملې لوبډلې یو شمېر لوبې د بیلابیلو هیوادونو سره لغوه شوې، نو د سریلانکا کرکټ بورډ د یاد هیواد تجارتي سیالیو ته پام واړاوه.

دا چې په دې لیګ کې به افغان لوبغاړي ولوبیږي او کنه تر اوسه یې په اړه معلومات نشته.

دا لیګ د لومړي ځل لپاره په ۲۰۱۲م کې ترسره شو.

سریلانکا به په داسي مهال خپل لیګ ترسره کړي، چې د نړۍ تر ټولو ستر تجارتي لیګ «IPL» بیا د سیپټمبر میاشتې په ۲۶مه نېټه د هند په ځای متحده عربي اماراتو کې پیلیږي.

نسیم حمیدي

نسیم حمیدي په کندهار کې د افغان کریک اینفو خبریال

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې