لیګونهنړیوال کریکټ

د اګسټ په لومړی نيټه به بي سي سي آی د هندي تجارتي لیګ په اړه خپله نهایې نېټه اعلان کړي

هندوستان کرکټ بورډ خبر ورکړ چې د راتلونکې شنبې په ورځ به دوی له حکومت سره د خبرو وروسته د لوبډلو مالکانو د لیګ د سپانسرانو او د نشر کمپنیو سره د یکشنې او دوشنبې په ورځ په متحد عربي اماراتو کې غونډه وکړي.

په دې غونډه کې به د لوبو په ترتیب د متحد عربي اماراتو سره د ټولو هوټلونو د نرخ او په نورو اړوندو چارو بحث وشي.

په پام کې وه چې د هندوستان تجارتي آی پي ایل سیالۍ د مارچ میاشتې په ۲۹ نېټه د چینایي سوپرکینګز او ممبې انډینزپه لوبه پيل شي خو د بدمرغه چې دغه لیګ د کرونا ویروس له امله تراوسه پورې ځنډیلی دی د

BCCI

غړي خبر ورکوي چې د ډېرو مشورو وروسته یې متحد عربي امارات انتخاب کړل ترڅو دغه لیګ پکې ترسره کړي، چې اوس یې ورته نيټه د سيپټمبر میاشتې ۱۹ نيټه ټاکلي.

دغه لیګ به ۴۴ ورځي وي او ۶۰ سیالۍ به پکې ترسره شي.

آی پي ایل د نړۍ مشهوره لیګ دی چې د لوبغاړو ترڅنګ یې د بیا پیل لپاره مینوال ډېر زیات انتظار باسي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې