دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

جېمز وېنس هیله لري د انګلینډ خلاف ښیې سیالۍ نندارې ته وړاندې کړې

د انګلینډ کریکټ ملي لوبډلې ارډر برخې توپ وهوونکي جېمز وېنس هیله څرګنده کړې ده، چې د انګلینډ پر وړاندې ښیې لوبې ترسره کړې. جېمز وېنس چې د نړیوال جام ګټونکي لوبډلې برخه وه هیله مند دی چې د چهارشنبې په ورځ د ایرلنډ پر وړاندې راتلونکو یو ورځینو لوبو کې ښه کارګردګې ترسره کړي. 

وېنس تر دې دمه پورې ۱۳ یو ورځنۍ سیالۍ ترسره کړې دي. خو مګر په ځان ثابتولو کې پاتې راغلی دی او اوس هیله مند دی چې د ایرلنډ خلاف راتلوونکو ۳ یو ورځینو لوبو کې ځان ثابت کړي.

د یو ورځینو لوبو په نوملړ کې جي روټ بېن سټوکس او جوس بلټر شامل نه دي. او دوی دا مهال د وېسټ انډېز پر وړاندې روانې ټېسټ لوبه کې لوبېږي. نو له همدې اوله وېنس هیله څرګنده کړې ده چې د دغه ډول لوی لوبغاړو په نشتون کې ښیې لوبې نندارې ته وړاندې کړې.

جېمز وېنس وروسته له هغې په نړیوال جام کې د انګلینډ کریکټ ملي لوبډلې برخه وګرځېد کله چې جېسن روی ټپې شو او په دریو لوبو کې وېنس شامل شو خو مګر نوموړي په یادو دریو لوبو کې ځان ثابت نه شو کړای.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې