نړیوال کریکټ

ایرلینډ لوبډلې د انګلستان په وړاندي لوبو ته لوبډله اعلان کړه

ټاکل شوې د انګلستان کرکټ ملې لوبډله په خپل کوربتوب درې یو روځنې لوبې د ایرلینډ کرکټ ملې لوبډلې په وړاندي ترسره  کړي.

د ایرلینډ او انګلستان کرکټ ملې لوبډلو ترمنځ به لومړۍ یو ورځنۍ لوبه د روانې میاشتې په ۳۱مه نیټه، دوهمه د اګسټ میاشتې په لومړۍ نیټه او ورستې یو ورځنې لوبه بیا د اکسټ میاشتې په ۴ نیټه ترسره کوي.

دې لوبو ته نن د ایرلینډ کرکټ ملې لوبډلې خپله ۱۴ کسیزه لوبډله اعلان کړه.

د ایرلینډ لوبډلې سکواډ:

انډریو بلبراني لوبډلمشر، پاول سټرلینګ، کورټس کمپهیر، ګریت ډینلي، جوش لیټلي، انډریو مکبراین، بیریمکارتي، کیون اوبراین، ویلیوم پوټرفیلډ، بایوډې رنکن، سیمي سینګ، هیری ټکټور او کریک یانګ شامل دي.

بل خوا تیره ورځ د انګلستان کرکټ ملې لوبډلې وار لمخې د دې لوبو لپاره خپله ۱۴ کیسزه لوبډله ټاکلې وه.

د انګلینډ لوبډلې سکواډ بیا په دې ډول دي:

ایون مورګن لوبدلمشر، ترڅنګ به موین علي، مرستیال لوبډلمشر وي، او همدارنګه به په لوبډله کې، جاني بیرسټو، ټام بینټن،سام بیلنګز، ټام کرن، لیام ډوسن، جیو ډینلي، ثاقیب محمود، عادل رشید، جیسن رای، ریس ټوپلي، جیمز وینس او ډیویډ ویلي، شامل لوبغاړي دي.

د انګلستان کرکټ ملې لوبډله به له دې لوبو ورورسته د پاکستان کرکټ ملې لوبډلې سره له اوږده ځنډه وروسته درې شل اوریزه او درې بیا ټیسټ لوبې ترسره کړې.

انګلستان او پاکستان هېوادونه لومړی درې ټیسټ لوبې د جولای له ۳۰ مې بیا د اګسټ میاشتې تر ۲۴ مې نېټې پورې ترسره کوي.

همدارنګه له هغه وروسته به دا دوه هېوادونه درې شل اوریزه لوبې د اګسټ په ۲۹مه، د اګسټ په ۳۱مه او د سپټمبر په ۲مه نېټه ترسره کړي.

دا ټولې لوبې د انګلستان په کوربتوب ترسره کېږي.

لیکنه: محمدنسیم حمیدي

نسیم حمیدي

نسیم حمیدي په کندهار کې د افغان کریک اینفو خبریال

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې