دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

ګوتم ګمبیر ویلي د انګلستاني بین سټوکز سره په اوسني وخت کې هیڅ ډول هندوستانی نه پرتله کوي

د هندوستان پخواني توپ وهونکې ګوتم ګمبیر په خپلو تازه څرګندونو کې د بین سټوکز په اړه مثبت نظر ورکړ او هغه یې د انګلستان لپاره یو اتل وباله.

ګمبیر ویلي ،،په اوسنې وخت کې د بین سټوکز سره هیڅ هندي لوبغاړی نشو پرتله کولای او نه دې څوګ په دې اړه سوچ کوي.

سټوکز په درې واړه فارمټونو کې ښه ځلیږي او په اوس وخت کې د نوموړي سیال نه لیدل کیږي.

ګمبیر زیاتوي که د بین سټوکز پڅير لوبغاړي لوبډلمشران له ځانه سره ولري نو دا د هغوۍ لپاره د ویاړ خبره ده.

بین د ټولو لپاره خوښونکی دی ځکه هغه په درې واړه فارمټونو شل اوریزه پنځوس اوریزه او ټیسټ کې ځانګړي لوبې نندارې ته وړاندې کوي.

دا به د هر هیواد او لوبډلمشر لپاره یو خوب وي چې د بین سټوکز پڅير لوبغاړي په لوبډله کې ولري،سټوکز په خپله وړتیا کې مشر دی هغه توپ وهنه کوي، توپ اچونه کوي، اود فیلډینګ بڼه یې د نورو څخه جلا ده،،

بین سټوکز په ۲۰۱۱ م کال کې انګلستان کرکټ ملي لوبډلې ته راستون شو او خپله لومړی لوبه یې  د ایرلینډ پر وړاندې ترسره کړه.

نوموړی اوس مهال د ویسټ انډيز سره په سیالیو مصروفه دی او په روانو درې ټیسټ لوبو کې یې یو ځل بیا دا ثابته کړه چې نوموړی د هر فارمټ لپاره جلا کرکټ نندارې ته وړاندې کوي.

تیره ورځ د کرکټ نړیوالې شورا په نوې درجه بندۍ کې نوموړی په لومړي مقام کې راغی چې مخکې دا مقام د ویسټ انډيزي لوبډلمشر جیسن هولډر سره و.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې