دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

عرفان پټان: هارډېک پانډیا د انګلیستان بېن سټوکس ته ورته دی

د هند کریکټ ملي لوبډلې پخواني الراونډر لوبغاړي عرفان پټان د هارډېک پانډیا په ملاتړ خوله را خلاصه کړې ده، او ویلي یې دي چې پانډیا د ۲۰۱۹ نړیوال جام اتل لوبغاړي بېن سټوکس په څېر دی.  

له سټار سپورټس تلویزوني شبکې سره په مرکه کې عرفان پټان زیاته کړې ده، چې انګلیستان بېن سټوکس لري نو مونږ هم هغه ته ورته لوبغاړی هارډېک پانډیا لرو. پټان زیاته کړې ده که چیرې پانډیا د هند لپاره ښه توپ وهنه ترسره کړې لکه څنګه چې د ممبۍ انډیانز لوبډلې لپاره ترسره کوي.

نو لرې به نه وې چې پانډیا سټوکس په څېر ورته پیاوړی الراونډر شې. سټوکس د کریکټ نړیوالې شورا په الراونډرانو کې یو خورا مشهوره نوم دی.

چې اوس ور سره عرفان پټان د خپلې لوبډلې ملګری هارډېک پانډیا پرتله کړی دی. په حقیقت کې پانډیا هم یو افسانوې لوبغاړی دی او ډیری ځله یې د هند لوبډلې لپاره ښیې لوبې ترسره کړې دي.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې