لیګونهنړیوال کریکټ

د کارابین لیګ مهالویش خپور شو

ټاکل شوې د ویسټ انډيز هېواد د کرکټ کورنی لیګ د راتلونکې اګسټ میاشتې په ۱۸مه نېټه پيل او د سيپتمبر میاشتې په ۱۰مه نېټه پای ته ورسېږي.

د سږ کال په لیګ کي به ۷ افغان لوبغاړي وي او ګربز، نوین الحق او نوراحمد پکښي په لومړي ځل لوبیږي.

په دې سیالیو کې ۶ لوبډلې ګډونوالې دي، چې د ټولو لوبډلو لوبې به یې د کورونا له امله د ویسټ انډيز حکومت تر څارنې لاندي ترسره سي.

ددې ليګ مسولين وايي چې سږکال به کارابين ليګ تر بل هر وخت په معياري ډول ترسره سي،د لوبغاړو او لوبډلو لپاره به په لوړه کچه امکانات برابر سي.

اوو افغان لوبغاړي ( نور احمد، محمد نبي، راشدخان، قیس احمد ،رحمن الله ګربز، نجیب الله ځدران او نوین الحق ) پدې ليګ کې اخيستل سويدي.

د CPL لیګ تنظیموونکو خبر ورکړی، چې ټولي لوبې د ویسټ انډيز هیواد په دوو ښارونو ترینیداد او توباګو کې ترسره کیږي.

دوی وایي لوبغالي ته مینوال نشي ورتللای او لوبې به ټولې د بندو دروازو تر شاه ترسره شي.

د کورونا ویروس څخه راوروسته به د ویسټ انډيز هیواد CPL لیګ لومړنی لیګ وي، چې ترسره شي.

د لوبو مهال ویش:

دا د کارابین لیګ اتم پړاو دی، چې ترسره کیږي او لومړی ځل دی، چې ۷ افغان لوبغاړي په دې لیګ کې اخیستل کیږي.

کارابین لیګ د نورو تجارتي سیالیو ترڅنګ د افغان لوبغاړو په پرمختګ کې خورا مهم رول لري.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې