افغانستان کریکټ

د افغانستان د کرکټ بورډ اجراییوي رییس لطف الله ستانکزی له دندې ګوښه شو

د افغانستان د کرکټ بورډ اجراییوي رییس لطف الله ستانکزی له دندې لري کړی شو.

دغه خبر څو شیبې وړاندې د افغانستان د کرکټ بورډ مشر فرهان یوسفزي د یوې ناستې وروسته په خپل رسمي فیسبوک اکاونټ نشر کړ.

فرهان یوسفزي ویلي،، د افغانستان کرکټ بورډ اجرایه ریس ښاغلی لطف الله ستانکزی د خرابې کارکردګی، مدیریتي بې غوری او له مدیرانو سره د بد سلوک په وجه له دندې ګوښه کړل شو
ستانکزي ته تر دې د مخه شفاهي او تحریري اخطاریې ورکړل شوې وې
د کرکټ بورډ د اجرایه ریاست بست به د ازاد رقابت له لارې اعلان ته ځي او له هغه وروسته به د کرکټ بورډ د بشري سرچینو د اصولو مطابق وړ کس ټاکل کیږي.

د لطف الله د لري کیدو راپورونو څو ورځې مخکې د رسنیو سره شریک شوې و خو نن رسماً نوموړی له دندې ګوښه او پرځاې به یې د اجرایه ریاست لپاره په کار وړ شخص وګمارل شي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې