دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

د آی پي ایل مالیکین لاهم د ځنې پوښتنو د ځواب غوښتنه کوي

د کرونا ویروس له امله د نړۍ هر ورزش ته صدمه رسیدلي ده چې یو پکې هم د هندوستان سوداګریز لیګ دی.

اوس تازه راپورنه وایې چې د هندوستان سوداګریز لیګ به د راتلونکې سيپټمبرمیاشتې په ۱۹ نيټه په متحد عربي اماراتو کې پیل او د نومبر په اتمه یا لسمه به پاې ته ورسیږي چې به پکې په ۴۴ ورځو کې ۶۰ سیالۍ ترسره شي.

د لوبډلو مالکان بیا د هندي بورډ او د

BCCI

کمېټې څخه غوښتنه کوي چې د دوی ځنې پوښتنې دې ځواب کړي، مالکان وایې،دا نېټه نهایې ده کنه، مونږ خپل لوبغاړي څه وخت متحد عربي اماراتو ته واستو، ټیکټونه ورکول کیږي او کنه، دغه سیالۍ کومې نشراتي شبکې خپروي، او ترڅنګ باید وویل شي چې مونږ کله د نورو بهرنیو لوبغاړو سره خبرې وکړو؟

دا هغه پوښتنې دي چې لا تر اوسه پورې د هند سوداګریز لیګ د مالکانو لپاره نه دې ځواب شوې.

بل طرف بیا د بي سي سي آی کمیټه خبر ورکوي چې دوی ټولې چارې روانې کړې او یوازې د لږ وخت لپاره دي انتظار وویستل شي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې