دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

انګلستان کرکټ بورډ نن رسماً د ایرلینډ سره د سیالیو لپاره لوبډله اعلان کړه

په پام کې ده چې د انګلستان او ایرلینډ ترمنځ  د درې پنځوس اوریزه سيالود پیل لوبه د روانې میاشتې په ۳۱ نيټه ترسره شي.

څو ورځې وړاندې ایرلینډ کرکټ بورډ ۲۴ کسیزه سکواډ د دې سیالیو لپاره اعلان کړ.

انګلستانۍ لوبډلې نن خپل سکواډ اعلان کړي چې لوبډلمشري به یې، د ایون مورګن په غاړه وي.

د مورګن، ترڅنګ به موین علي، مرستیال لوبډلمشر وي، او همدارنګه به په لوبډله کې، جاني بیرسټو، ټام بینټن،سام بیلنګز، ټام کرن، لیام ډوسن، جیو ډینلي، ثاقیب محمود، عادل رشید، جیسن رای، ریس ټوپلي، جیمز وینس، ډیویډ ویلي، شامل لوبغاړي دي.

د دواړو لوبډلو ترمنځ به لومړۍ پنځوس اوریزه لوبه د روانې میاشتې په ۳۱ نيټه دوه بیا د اګسټ میاشتې په لومړی نيټه او دریمه پنځوس اوریزه لوبه به د اګسټ په څلورمه نېټه ترسره شي.انګلستان به دایرلینډ د لوبو وروسته سمدلاسه د پاکستان سره د سیالۍ ډګر ته ښکته شي

یاده وي چې ایرلینډ لوبډله اوس مهال د انګلستان د کورنۍ کرکټ لوبډلې انګلینډ لاینز سره په لوبو بوخته ده.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې