دلوبغاړو په اړهلیګونه

آنډر فیلېچر په بي پي ایل کې یو ځل بیا د سېلوټ سورما سکسرز لوبډلې برخوال شو

د وېسټ انډېز کریکټ ملي لوبډلې خطرناک توپ وهوونکی آنډر فیلېچر په بنګله دېش غوره لیګ کې د سېلوټ سورما سکسرز لوبډلې له لوري واخیستل شو. نوموړی له ۲۰۱۲ م کال راهیسې د همدې لوبډلې برخوال پاتې شوی دی.

دغه ۲۹ کلن آنډر فیلېچر د خپلې بې څارې او ځانګړې توپ وهنې له امله د خلکو په زړونو راج ترسره کړی دی او د خلکو پام یې ځانته راړولی دی. فیلېچر په کرابین پریمیر لیګ کې هم لوبېدلی دی همدغه راز د وېسټ انډېز لوبډلې لپاره یې هم شل اوریزې لوبې ترسره کړې دي، چې په ۳۲ لوبو کې یې ټولټال ۵۷۶ منډي جوړې کړې دي.

د یادولو وړ ده چې پدې لوبډله کې نور ګڼ پیاوړي بهرني لوبغاړي پېرل شوې دي؛ چې د یادې لوبډلې لوبډلمشري به د نیوزیلینډ کریکټ ملي لوبډلې افسانوې لوبغاړي کېن ویلیمسن پر غاړه وي.

دا لیګ به د شپږو لوبډلو په ګډون پیل شي.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې