دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

۴ هغه لوبغاړي چې شل اورېزو لوبو کې یې زیاتې شپږیزې وهلي دي

د کریکټ په ډګر کې درې فارمیټونه یا بڼې موجودې دي. چې هر یو فارمیټ یې ځانته خورا او جالبه ځانګړنه لري. خو په دغو بڼو کې بیا شل اورېز فارمیټ خورا زړه راښکوونکی دی. او ډیری مینه وال یې راجلب کړې دي. په دې بڼه کې توپ وهوونکی له پیل څخه د لوی لوی شاټونو هڅه کوي. د شل اورېز کریکټ لومړۍ لوبه په ۲۰۰۵ م کال کې د اسټرالیا او نیوزیلینډ ترمنځ ترسره شوه. پدې لوبه کې ډیری شپږیزې او څلوریزې هم وهل شوي دي. دا مهال د دې فارمیټ ۱۵ کاله کېږي چې پیل شوي دی. نو راځئ په ننۍ مقاله کې درته څلور هغه لوبغاړي په ډاګه کړو چې ډیرې شپږیزې یې وهلي دي.

۱- روهېت شرما

په تېرو څو کلونو کې د هندوستان کریکټ ملي لوبډلې اوپنر توپ وهوونکي روهېت شرما ښه فعالیت ترسره کړی دی، نوموړی د کریکټ په نړۍ کې نوی سکسر پاچا بلل کېږي. شرما د خپلې پیاوړې توپ وهنې پر بنسټ نوی ابعاد رامینځته کړی دی. تر دې دمه پورې هغه په شل اورېز کریکټ کې تر ټولو زیاتې شپږیزې وهلي دي. نوموړي په ۱۰۰ اننګزونو کې ۱۲۷ شپږیزې وهلي دي، چې تر اوسه پورې چا نه دي وهلي.

۲- مارټېن ګوپټېل

د نیوزیلینډ د کریکټ ملي لوبډلې تجربه لرونکی پیلیز توپ وهوونکی د کریکټ په نړۍ کې یو ځانګړي ځای کې نومول شوی دی. نوموړی له تېرو څو کلونو راهیسې د نیوزیلینډ کریکټ ملي لوبډلې لپاره لوبېږي. هغه په شل اورې کریکټ کې د نیوزیلینډ کریکټ ملي لوبډلې لپاره یو له کلیدي لوبغاړو څخه دی. یواځې په شل اورېز فارمیټ کې نه بلکې په یو ورځنۍ لوبو کې هم د یو کلیدي لوبغاړو څخه دی. ګوپټېل په ۸۸ لوبو کې ۸۵ اننګزونه لوبولې دي. چې د ۸۵ اننګزونو په مرسته یې ۱۱۹ شپږیزې وهلي دي.

۳- کولېن منرو

په شل اورېز کریکټ کې د نیوزیلینډ کریکټ ملي لوبډلې اوپنر توپ وهوونکي کولېن منرو درېځ خورا ځانګړی دی. نوموړی په شل اورېز کریکټ کې د اسمان چکو شپږېزو وهلو وړتیا لري. کولېن منرو له تېرو څو کلونږ راهیسې د نیوزیلینډ کریکټ ملي لوبډلې لپاره سیالۍ ترسره کوي او لوبېږي. نوموړي په ۶۵ شل اورېزو لوبو کې ۶۲ اننګزونه لوبولې دي چې پر مرسته یې ۱۰۷ شپږیزې وهلي دي.

۴- کرېس ګېل

هر کله چې شل اورېز کریکټ کې د خطرناکو توپ وهوونکو یادونه کېږي، نو هرو مرو کرېس ګېل مو مخې ته کېږي. نوموړی د دې فارمیټ پلار دی. او د نړۍ ستر ستر توپ اچوونکي یې پر وړاندې وېره لري. ګېل په شل اورېز کریکټ کې ۵۴ اننګزونه لوبولې دي. چې د ۵۴ اننګزونو په مرسته یې ۱۰۵ شپږیزې وهلي دي. کرېس ګېل اوس هم ځینې وخت په شل اورېزو سیالیو کې د وېسټ انډېز لپاره را څرګندېږي. چې ښایې لا نورې ډیرې شپږیزې ووهې.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې