افغانستان کریکټلیګونه

کندهار کې د بُست غوره ليګ سياليو لپاره پر لوبغاړو بولۍ ترسره شوه.

په کندهار کې د بُست پریمرلیګ سیالیو لپاره د لیلامۍ پروګرام تیره ورځ ترسره، چې پکښې هرې لوبډلې د ځان لپاره ۲۲-۲۲ لوبغاړي غوره کړه

د بُست غوره ليګ مشر عبدالرحمن ناصري وايي تېره ورځ ددې ليګ پنځو لوبډلو ته د سويل لوېديځ زون پياوړي لوبغاړي واخيستل شوه چې د ګريډ ون لوبو وروسته به کندهار کې ترسره شي.

ددې ترڅنګ په بُست زون کې د کرکټ بورډ مشر احمدضیا ضیا د ټولو هغو سپانسرانو څخه مننه وکړه چې په دې لیګ کې یې د پنځو لوبډلو ټول مسارف په غاړه واخیسته.

دا لیګ د لومړی ځل لپاره په بُست زون کې د پنځو قوي لوبډلو ترمنځ په لاره اچول شوې.
یاسین خان بُست ساتونکي، ابراښیم کاروان، قلعه اختیار الدین ستوري، د میوند اتلان او بالا حصار زلمیان هغه لوبډلې دې چې په دې لیګ کې به لوبې ترسره کړي.

په دې لیلامۍ کې د کندهار، روزګان، هلمند، غزنې، فراه، هرات،نیمروز او زابل ولایتونو څخه په A,B,C,D کټګوریو کې ځوانو لوبغاړو نوم لیکنه ترسره کړی وه، چې د لوبډلو د مالیکانو له لوری وپیرل شوه.

دا لیګ د لومړی ځل لپاره په کندهار کې د کندهار والي حیات الله حیات او د ملې لوبډلې لوبغاړي منیراحمد کاکړ په ملتیا په کندهار کي د « بُست پریمیر لیګ» په نوم جوړ شو.

کندهار والي حیات الله حیات څو ورځې وړاندي په دې زون کې د کرکټ له مسؤلینو سره ناسته ترسره کړه، د هغوی فعالیتونو او لاسته راوړنو څخه په منني وویل، کرکټ ملي لوبډلې د هېواد ملې بیرغ د نړۍ په کچه رپاند ساتلی او د ودي او پرمختګ لپاره یې لا ډېر کار او زیار ته اړتیا ده.

کندهار والي د سیمه ییزو ټورنمنټونو جوړول د ملي کرکیټ د ودي او پیاوړتیا لپاره مهم وبلل او زیاته یې کړه، چي د بُست زون کرکیټ ته به په راتلونکي کي پام زیات سي.

په دې ټورنمټ کې به د پنځو ولایتونو څخه لوبډلې برخه وال وي چې یو د بل په وړاندي به لوبې ترسره کړي.

یاد ټورنمټ د کندهار ولایت او د ملي لوبغاړي منیراحمد کاکړ په مالي کومک جوړشو، چې پنځه لوبډلې به پکښې ولوبیږي.

د دې سیالیو اصلې موخه په بست زون کې د کرکټ لوبې ته وده ورکول دي.

لیکنه: محمدنسیم حمیدي

نسیم حمیدي

نسیم حمیدي په کندهار کې د افغان کریک اینفو خبریال

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې